فایق: د افغان ښځو او نجونو ترڅنګ ولاړ یو
دید خبرې آژانس: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی نصیر احمد فایق د بشري حقونو د نړۍوالې ورځې په مناسبت وايي، چې د افغانستان د خلګو په ځانګړې توګه د هغو افغان ښځو او نجونو ترڅنګ ولاړ یو، چې په بې ساري توګه محدودیتونه او د خپلو اساسي حقونو سرغړونې زغمي.
نوموړی وايي، زده کړې، د ازادۍ حرکتونه، او په ژوند کې مساوي ګډون امتیاز نه، بلکي د بشري حقونو بنسټیز حقونه دي.
نوموړي د طا-لبانو کړنې په کلکه غندلي او له نړۍوالې ټولنې څخه یې غوښتنه کړې:«د افغانانو غږ باید پورته کړي، طا-لبان باید ځواب ورکوونکي و اوسي او ټولو ته د عدالت، وقار او فرصت د بېرته راګرځولو لپاره په نه ستړي کېدونکي ډول کار وکړي.»
نصیر احمد فایق وايي، چې د طا-لبانو تر واک لاندې افغانستان کې ښځې او نجونې له بې ساري محدوودیتونو سره مخ دي او له خپلو بنسټیزو حقونو څخه بې برخې شوي دي.
همدارنګه نوموړي زیاته کړه:« د طالبانو غیر اسلامي او غیر انساني سیاستونه لکه له زده کړو بې برخې کول، د کار مخنیوی او پر بنسټیزو ازادۍ سخت محدودیتونه، یوازې د اسلامي او انساني حقونو ښکاره نقض نه دی، بلکې د افغانستان له خلکو او د دې هېواد له راتلونکي سره ښکارده دوښمني ده.»
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د طا-لبانو له لورې د هېواد د نیم نفوس په ټولنه کې له فعال حضور څخه منع کول به دغه هېواد د بېوزلۍ، تل پاتې وابستګۍ او بدبختۍ په لور بوځي.
نوموړي د افغانستان ښځې زړورې یادې کړې او وايي، چې په افغانستان دننه او بهر کې د بشري حقونو فعالانو فعالیت د هیلو او مقاومت سمبول یادوي.
نصیر احمد فایق پر نړۍوالۍ ټولنې غږ کړی، چې د طالبانو کړنې په کلکه وغندي او د افغانستان د خلګو په ځانګړې توګه ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره دې خپلې ژمني تازه او د یو منسجم او متحدې کړنلارې له لارې دې یو مشروع، عادلانه او د خلکو د ازادۍ پر بنسټ ملي نظام رامنځته کړي.