اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

فایق: بهرني ترهګر د طا-لبانو په واکمنۍ کې فعالیت کوي

د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق، د ملګرو ملتونو د عمومي شورا په عمومي غونډه کې وویل، چې د طا-لبانو تر واکمنۍ لاندې«بهرني ترهګر جنګیالي» او افراطي ډلې پرته له مجازاتو فعاليت کوي.

هغه وویل چې «ترهګر» لا هم د افغانستان سولې او ثبات ته لوی ګواښ دی.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست استازي طا-لبان یو «ظالم رژیم» بللی او د سولې په بهیر کې یې د ښځو پر ونډې ټینګار کړی دی.

د هغه په ​​وينا، د طا-لبانو په واکمنۍ کې « ترهګري او له تاوتريخوالي ډک افراطيت» د افغانستان خلکو ته سخت زيان اړولى دى.

د يادولو وړ ده، چې د یادو هېوادونو مشران یو ځل بیا په نیویارک کې د وینا لپاره راټول شوي دي. د وینا ډېره برخه په منځني ختیځ کې د جګړې او د هغې د پراخېدو په اندېښنو متمرکزه ده.

نصیر احمد فایق په دې غونډه کې وویل: «په افغانستان کې لا هم ترهګري د سولې او ثبات پر وړاندې ستر ګواښ دی؛ ځکه بهرني ترهګر او افراطي ډلې د طا-لبانو تر ادارې لاندې پرته له مجاراتو فعالیت کوي. د تروریزم په وړاندې یو قوي او همغږي نړیوال ځواب چې په نړیوال قانون کې ریښې ولري او څو اړخیزه همکاري اړینه ده.»

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست د عمومي شورا په دې فرعي عمومي غونډه کې د سولې په بهیر او تصمیم نیولو کې د ښځو، د مدني ټولنې د استازو او جنګ ځپلو ټولنو د ونډې پر اړتیا ټینګار وکړ.

په داسې حال کې چې د افغانستان په تصمیم نیونکو جوړښتونو کې ښځې او نور غیر طا-لب ځواکونه شتون نه لري او ډېری یې په دې باور دي چې د ټولو اړخونو په شتون سره تر اوسه په هېواد کې سوله نه ده راغلې.

ښاغلي فایق زیاته کړه، «د سولې څو اړخېز چوکاټ باید د تصمیم نیولو په ټولو کچو کې د ښځو، د مدني ټولنې د استازو، محرومو ډلو او جګړه ځپلو ټولنو د معنوي ګډون ډاډ ورکړي. په افغانستان کې د جنسیتي تبعيض، په ځانګړې توګه د طا-لبانو د اوسني ظالم رژیم لاندې، د سولې په بهیر کې د ښځو د بشپړ، مساوي او معنی لرونکي ګډون پر اړتیا يادونه کوي.»

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي، چې د عمومي شورا پر مهال به د ده په حضور د افغانستان د مسئلې په اړه یوه غونډه جوړه شي. په غونډه کې په ځانګړې توګه د طا-لبانو له خوا د بشري حقونو او د ښځو د حقونو پر سرغړونو تمرکز وشي.

په ورته وخت کې د بشري حقونو د څار بنسټ، د ښځو د حقونو فعالانو او یو شمېر نجونو د عمومي شورا په غونډه کې د هېوادونو له مشرانو او ملګرو ملتونو غوښتي چې د بشري حقونو د سرغړونو د پای ته رسولو او په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو د لیرې کولو لپاره اقدام وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې طا-لبانو په افغانستان کې د «ترهګرړ» فعاليت او له بشري حقونو څخه د سرغړونې رد کړي او نیوکه کوي چې دوی ته د درېیم کال لپاره د ملګرو ملتونو په کلنۍ غونډه کې د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې.

خو تر اوسه طا-لبانو ته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي څوکۍ د سپارلو او د هغوی د رسميت پېژندلړ په اړه څه نه دي ویل شوي. ځکه د ملګرو ملتونو په ګډون ګڼو هېوادونو ویلي چې د بشري او ښځو د حقونو پر وړاندې د طا-لبانو اوسني چلند ته په پام سره د هغوی عادي کېدل هم ستونزمن دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا