فایق:طا-لبانو ټولنه له خپلې نیمایي وړتیا محرومه کړې
دید خبرې آژانس: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ چارسمبالی نصیراحمد فایق وایي، چې افغان ښځې او نجونې د طا-لبانو د «ظالمانه» پالیسیو له امله په «ناعادلانه» ډول اغېزمنې شوې دي.
هغه ویلي، د ښځو پر وړاندې د طا-لبانو دغه سیستماتیک جنسیتي توپیر افغان ټولنه له خپلې نیمایي وړتیا څخه بې برخې کړې ده.
نوموړي دغه څرګندونې تېره شپه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په ۷۹مې غونډه کې کړې دي.
هغه دارنګه په افغانستان کې د بشري حقونو د ناورین په مستند کولو کې د ریچارډ بېنېټ له فعالیته او د هغه لهخوا د بشري حقونو له ملاتړه او پر وړاندې یې د سرغړونو د ثبتولو مننه وکړه.
هغه وایي، د ریچارډ بېنېټ راپور د هغو مېلیونونو افغانانو لپاره یو جدي او د اندېښنې وړ تصویر ښيي چې دوی د یوه داسې نظام تر سیوري لاندې ژوند کوي چې بنسټیز حقونه یې له پامه غورځول شوي.
د هغه په وینا، د ښاغلي بېنېټ راپور د افغان ښځو او نجونو لپاره هغه وېروونکی حقیقت څرګندوي چې اوسمهال په بې ساري توګه له دود شوي تبعیض او سرغړوونو سره مخامخ دي.
هغه زیانه کړې، چې افغانستان یو وخت د پرمختګ په لور روان و؛ خو واک ته د طا-لبانو له رسېدو وروسته ټول افغانان او په ځانګړې توګه ښځې، قومي لږکۍ، پخواني دولتي چارواکي او پخواني امنیتي ځواکونه زیانمنوي.
هغه وړاندې ویلي، چې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د سختو محدودیتونو په وضع کولو سره شخصي ازادۍ له منځه وړي او د ژوند هر اړخ محدودوي.
د هغه په وینا، د ریچارډ بېنېټ له وړاندیزه د ملاتړ تر څنګ د افغانستان لپاره د یوې خپلواکې تګلارې په جوړېدو ټینکار کوي.