اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

فارن پالیسي: امریکا د وتلو پر مهال شاتګ ته فکر کاوه

دید خبرې آژانس: فارن پالیسي خپرونې په یوه مقاله کې ویلي، چې امریکا له افغانستانه د وتلو پرمهال د خپلو ځواکونو د خوندي وېستلو په فکر کې وه او په دغه هېواد کې د سوله ییزې حل لارې ته د رسېدل ورته مهم نه وو.

دغه خپرونې د دوحې له خبرو د افغانستان د حکومت څنډې ته کول د ۲۰۰۱ کال د بن له غونډې څخه د طا-لبانو د اېستلو سره پرتله کړې دي.

مقاله لیکي چې له ۲۰۰۱ کال څخه د امریکا تر وتلو پورې په افغانستان کې د سولې لپاره ډېر فرصتونه موجود وو. خو فارن پالیسي د دې ناکامۍ پړه د امریکا «ناکامه» ډیپلوماسۍ بللې ده.

خپرونه لیکي چې امریکا په افغانستان کې په خپله دوه لسیزه جګړه کې د ډېرو تېروتنو له جملې څخه يوه يې  په ۲۰۰۱ کال کې طا-لبانو لخوا د سولې وړاندیز له لاسه ورکول و.

د يادې مقالې پربنسټ، طالبانو د امريکا د يرغل په پيل کې د بوش ادارې ته وړانديز وکړ چې د دوی جنګيالي په دې شرط خپلې وسلې پر ځمکه ږدي، چې  تعقيب،محاکمه نه شي او خپل عادي ژوند وکړي.

خپرونې ليکلي، دا وړاندیز چې د هغه وخت ولسمشر حامد کرزي ته په یوه پیغام کې استول شوی و، رد شو.

دا په داسې حال کې ده، چې طا-لبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې واک ته له ستنېدو وروسته د افغانستان اساسي قانون لغوه کړ او د دوی له راتګ وروسته ملي اردو، امنیتي او استخباراتي ادارې منحل شوې او یو شمېر هغه بنسټونه چې د افغانانو د اساسي آزادیو ملاتړ یې کاوه، منحل او فعالیتونه يې ودرول شول.

له بلې خوا، د طا-لبانو له راتګ وروسته، ښځې او نجونې له خپلو ټولو اساسي حقونو بې برخې کړې او د ښځو د ژوند په بېلابېلو برخو کې یې سخت محدودیتونه وضع کړل.

وروسته له هغه چې طا-لبان بیا واک ته ورسېدل، دوی له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې له زده کړو منعې کړې او د پوهنتونونو دروازې یې هم د نجونو او ښځو پر مخ وتړلې.

د يادولو وړ ده، چې طا-لبانو همداراز د خپلې درې کلنې واکمنۍ په بهير کې په کانکور ازموینه کې د نجونو په ګډون بنديز ولګاوه او په ټول افغانستان کې یې ان د یوې نجلۍ له شتون پرته هم دا ازموینه واخیسته.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا