Uncategorized
غني او اتمر شمالي ته تللي دي
له هاخوا او دېخوا ډنډورې دي، چې محمد اشرف غني او حنیف اتمر د جمهوری ریاست د ملي امنیت مشاور له ارګه راوتلي او د کابل شمال ته د بګرام هوايي ډګر ته تللي دي .
دا ډنډورې هغه مهال په ټولنیزو شبکو کې رامنځ ته شوې، چې معترضین له امنیتي ځواکونو سره ونښتل او د جمهور رییس او اجرایه رییس د استعفا غوښتونکي شول .
بګرام ته د جمهور رییس د تښتېدو تر ډنډورې روسته په ټولنیزو شبکو کې دا خبره هم ده، چې له شمالي او بګرام نه خورا ډېر موټرونه خلک له معترضینو سره د یوځای کېدو لپاره کابل ته راروان دي .
ویل کېږي، چې تر اوسه لا د اجرایه ریاست د وضعیت په باب کومه خبره په ټولنیزو شبکو کې خپره شوې نه ده.