اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

غفران: څه باندې ۵۰۰ سیاحتي شرکتونو جوازونه وېشل شوي

دید خبرې آژانس: د اسلامی امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، چې په تېر یوه کال کې، په هېواد کې پر څه باندې ۵۰۰ سیاحتي شرکتونو د فعالیت جوازونه وېشل شوي دي.

د دغه وزارت ویاند خبیب غفران، د دغو جوازونو د وېش موخه په افغانستان کې د ګرځندوی صنعت پراختیا او د خصوصي سکټور وده بللې ده.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند زیاتوي:«ګرځندویانو ته د خدمتونو د وړاندې کولو او په هېواد کې د سیاحت او ګرځندوی صنعت د خصوصي سکتور د ودې لپاره، د اطلاعاتو او کلتور وزارت په تېر یو کال کې پر ۵۳۹ سیاحتي شرکتونو ته نوي جوازونه وېشلي دي. له دې ډلې، ۲۵ شرکتونو خپل پخواني جوازونه تمدید کړي، او پاتې نورو شرکتونو په لومړي ځل خپل فعالیتونه پیل کړي دي.»

بل پلو، په کابل کې د ګرځندوی شرکتونو ټولنه د کورنیو او بهرنیو ګرځندویانو لپاره د اسانتیاوو پر برابرېدو ټینګار کوي او وایي، د ګرځندوی صنعت وده کولای شي د هېواد د عوایدو په زیاتېدو کې مهم رول ولوبوي.

د ګرځندوی شرکتونو د ټولنې رییس احمد سیر رحیمي وايي:«له پنځه زره ډېر بهرني وګړي افغانستان ته راغلي، ترڅو د دې هېواد له سیاحتي او طبیعي ښکلاوو څخه لیدنه وکړي. زه هیله لرم او له حکومته غواړم هغه اسانتیاوې، چې تر اوسه برابرې شوې دي، لا ښې او زیاتې کړي، په ځانګړې توګه ملي پارکونو ته پاملرنه ډېره شي او د مسافرو لپاره عامه خدمتونه پراخ شي.»

سیاحتي شرکتونه ډېر کله په کور دننه او بهر د ګرځندویانو لپاره د ټکټ، ویزې او سیاحت په څېر برخو کې اسانتیاوې برابروي. د شمېرو پر بنسټ، په ۱۴۰۳لمریز کال کې نږدې ۷ زره او ۷۰۰ بهرنیو ګرځندویانو د افغانستان له بېلابېلو تاریخي او لرغونو سیمو او ودانیو لیدنه کړې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا