اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍ

غزه کې د سړې هوا له امله څه باندې شپږ تنه بې ځایه شوي مړه دي

دید خبرې آژانس: د غزې هغه اوسېدونکي چې د اسراييل او حماس ترمنځ د سختو جګړو له  امله بې ځایه شوي، اوس د سړې هوا او ورښتونو له امله بد وضعیت کې دي.

د رویټرز خبري اژانس لمخې د دغې سړې هوا له امله شپږ تنه مړه دي، په داسې حال کې چې نورو رسنیو دغه شمېر ۷ تنه یاد کړی دی.

یحیی البتران د غزې په شمالي سیمو کې د جګړې له سختېدو سره له بیت لاهیا سیمې بې ځایه شو او اوس له خپلې مېرمنې او دوو غبرګونو زامنو، جمعه او علي سره په یوه پنډغالي کې اوسېده.

یحیی د تېرې یکشنبې پر سهار د سړې هوا له امله خپل یو میاشتنی زوی جمعه له لاسه ورکړ.

یحیی رویټرز ته ویلي، مېرمن یې خبر کړې چې زوی یې جمعه نه راوېښېږي.

“هغې وویل، چې هڅه یې کوله جُمعه راوېښ کړي، خو هغه نه راوېښېد. ما د علي پوښتنه وکړه، هغې وویل، چې هغه هم نه راوېښېږي. ما جُمعه پورته کړ، د هغه رنګ سپین اوښتی و او د واورې یا یخ په څېر کنګل شوی و.”

رویټرز خبري اژانس زیاته کړې چې جمعه د هغو ۶ کسانو لمنځه دی چې د غزې په پنډغالو کې د سړې هوا او ورښتونو له امله مړ دی.

د راپورونو لمخې د یحیی د بل زوی علي روغتیايي وضعیت هم ډېر نازک ښودل شوی، خو اوس په روغتون کې بستر دی.

د رسنیو د راپورونو لمخې، اسراييل د غزې د بې ځایه شویو پنډغالو ته د مرستندویه بنسټونو د مرستو لارې بندې کړي، خو اسراييل ادعا لري چې بنسټونو ته یې د مرستې رسولو اجازه ورکړې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا