غزه کې اوربند؛ حماس، منځګړي هېوادونه او ملګري ملتونه دایمي حل لارې ولټوي
دید خبرې آژانس: په غزه کې تر اوږدې ۱۵ میاشتېنۍ جګړې او کړکېچ وروسته د جنورۍ په ۱۹مه نېټه اوربند اعلان وشو، چې په فلسطینیانو کې یې د خوښۍ او هیلو نوې څپه خپره کړه.
که څه هم د غزې اوسېدونکو په دغې جګړې له هر کوره قرباني ورکړه او ښار او کلي یې له خاورو سره خاورې شول، خو بیا هم هلته روان تینګ شوي اوربند ته خوشحاله دي.
فلسطینیان اوربند سره جوخت د اسرائيلو له بندخونو د خپلو عزیزانو ورخوشې کېدو ته ډېر خوشحاله دي او هیله لري، چې دا اوربند به په سیمه کې د شخړو دایمې حل ته لاره هواره کړي؛ هغه هیله چې حماس او نورو فلسطیني جهادي ډلې، درېمګړي هېوادونه او ملګري ملتونه یې د پوره کولو لپاره کار او هڅې وکړي.
د روان اوربند د هوکړې له مخې حماس غورځنګ درې اسرائیلي اسیران او په مقابل کې یې اسرائيلي رژیم ۹۰ فلسطینیان له زندانونو څخه ازاد کړل.
که څه هم د زندانیانو دغه تبادله د دواړو لورو ترمنځ د باور فضا رامنځته کولو په موخه ترسره شوه او د دواړو خواوو ترمنځ د یو بل پر وړاندې د باور جوړونې په لاره کې یو مثبت ګام ګڼل کېږي، خو د ستونزې دایمې حل یوه اړینه موضوع ده او فلسطیني اړخونه، قطر او مصر باید ډېر محتاط واوسي، ځکه اسرائيلو کې ځینې کړۍ غواړي، چې بېرته جګړې ته وګرځي او د حماس د له منځه وړلو هغه خوب چې نتانیاو په کې پاتې راغی، پوره کړي.
د اوربند له اعلان سره سم په غزه کې خلکو په کوڅو او بازارونو کې خوښۍ پیل کړې او د حماس غورځنګ مجاهدینو ته یې جشنونه نیولي او دغه راز د یولړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې یې د اسرائیلو له لوري خوشې شویو بندیانو هرکلی وکړ.
زه هیله لرم، چې د فلسطینیانو دغه خوښۍ به تلپاتې شي او د یو خپلواک فلسطین د جوړولو لپاره به هڅې وشي.
باختر