دید خبرې آژانس: د غزني او بامیان سیمهییز مسوولین وايي له افغانستان سره د امریکا د بشري مرستو له ځنډېډو سره هممهاله په دغو ولایتونو کې لسګونو روغتیایي مرکزونو خپل فعالیتونه درولي دي.
![](https://ps.didpress.com/wp-content/uploads/2025/02/622695_631-1024x683.jpg)
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له لوري له افغانستان سره ددغه هېواد د مرستو ځنډولو فرمان تر لاسلیک وروسته د هېواد په ځینو ولایتونو کې ځینو مرستندویه بنسټونو په بېلابېلو برخو کې خپل فعالیتونه محدود کړل.
د سیمهییزو مسوولینو په خبره تازه په غزني کې ۱۵ روغتیايي کلینیکونو، ۳ کوچنيو روغتیايي مرکزونو، ۱۷ ګرځنده روغتیايي ټیمونو او ۲ بېړنیو روغتیايي خدمتونو مرکزونو او دغه راز په بامیان کې دوه روغتیايي مرکزونه خپل فعالیتونه درولي دي چې ډېری هغه یې په لرې پرتو سیمو کې فعالیت کاوه.
د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رییس، حمیدالله نثار وايي:《٣٩ صحي مرکزونو فعالیت درولی دی چې له هغې جملې ١٥ کوچني کلینیکونه، درې سب سنټر، ١٧ موبایل ټیمونه، یو د معافیت په نامه باندې او دوه د بیړنیو روغتیایي مرستو کلینیکونه یعنې په ټوله کې په غزني کې ٣٩ کلینیکونو فعالیت درولی دی.》
د بامیان د والي ویاند، صبور سیغاني په دې اړه وايي:《د امریکا د مرستو له بندېدو وروسته بد بختانه د بامیانو اوسېدونکي هم اغیزمن شول چې د دغه مرستو به بندېدو سره په بامیانو کې هم دوه دفترونو خپل فعالیت بند کړ.》
ډیر زیات خلک اغیزمن کیږي، ډیرې اوږدې لارې دي، خلک د درملنې لپاره تر مرکز پورې نه رسیږي.》
خو سیمهییز مسوولین ددغو روغتیايي مرکزونو د فعالیتونو بیا پیل په تړاو له هڅو خبر ورکوي.
د غزني د اطلاعاتو او کلتور رییس، حمیدالله نثار هم وايي:《د افغانستان اسلامي امارت په دې هڅه کې دی تر څو له یوې بلې لارې یا له خپلې بودیجې څخه ددغه ستونزو د حل لپاره لاس په کار شي او د بندو شویو روغتیایي مرکزونو له ډلې د لسو کلنیکونو د فعالیدو په موخه د یوې بلې موسسې سره هوکړې ته رسیدلي یو.》
په غزني او بامیان ولایتونو لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو فعالیتونو درېدو سربېره تازه د ناروې کډوالو شورا (NRC) هم د امریکا مرستو اړوند خپلو پروژو چارو له ځنډولو څخه خبر ورکړی دی.