اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

عمر داودزی: ملګري ملتونه باید اوتونبایوا لرې کړي

دید خبرې آژانس: د افغانستان د پخواني حکومت د کورنیو چارو وزیر د دوحې درېیمه ناسته د طا-لبانو او افغانستان په اداره کولو کې د ملګرو ملتونو د ناکامۍ یوه بله بېلګه وبلله.

محمد عمر داودزي د ملګرو ملتونو له سرمنشي څخه وغوښتل چې د روزا اوتنبایوا پرځای دې بل استازی وټاکي او یوناما دې پاکه کړي.

محمد عمر داودزي د دوشنبې په ورځ د (چنګاښ په ۱۱مه) لیکلي چې د دوحې غونډه د وخت ضایع کول او له اصلي لارې ګرځېدل دي.

نوموړي په خپله اېکس پاڼه لیکلي: «وخت یې را رسیدلی، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي د اوتونبایوا پرځای د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی یو نوی کس وټاکي او یوناما پاکه کړي.»

خو ښاغلي داودزي په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي چې ولې یې د اوتونبایوا د لرې کولو وړاندیز کړی.

تر دې وړاندې هم یو شمېر ښځو او مدني فعالانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره روزا اوتونبایوا د طا-لبانو په سپینولو تورنه کړې وه.

د یوناما مشرې د دوحې د غونډې په اجنډا کې د ښځو او مدني ټولنو د استازو نه شتون او د ښځو د حقونو د شاملولو په اړه د طا-لبانو د مخالفت توجیه هم کړې وه.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې ویلي، چې دغه ډله له غرونو او جګړو څخه راغلې او د نورو په څېر تمه ترې ونه شي.

تر دې مخکې ډیپلوماټیکو سرچینو ویلي وو چې امریکا او یو شمېر نور هېوادونه فکر کوي چې د افغانستان او طا-لبانو په اړه د اوتونبایوا دریځونه له روسیې سره نږدې دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا