دید خبرې آژانس: د اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په کابل کې د قزاقستان له سفیر ګازیز اکباسوف سره په کتنه کې د افغانستان د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو په برخو کې د پانګونې شته فرصتونه له نوموړي سره شریک کړي دي.

یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د کرنې وزیر په دغه کتنه کې د افغانستان د پراخو طبیعي سرچینو او کرنیزو ظرفیتونو یادونه کړې او د قزاقستان له خصوصي سکټور څخه یې غوښتنه کړې، چې په افغانستان کې د کرنې او مالدارۍ په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.
نوموړي ډاډ ورکړی، چې حکومت چمتو دی د بهرنیو پانګوالو د اسانتیا لپاره هر اړخیزه همکاري وکړي.
په ورته وخت کې د قزاقستان سفیر په دې کتنه کې وړاندیز کړی، چې د بوټو ساتنې او قرنتین په برخه کې دې د دواړو هېوادونو ترمنځ یو هوکړه لیک لاسلیک شي.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې؛ په یاده کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تخنیکي همکاریو پر پراختیا او د کرنیزو اړیکو د پیاوړتیا پر موضوعاتو هم خبرې شوې او دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو پر لا پراختیا یې ټینګار وکړ.