عمري: د ا.ا د چارواکو ترمنځ اختلاف نشته
دید خبرې آژانس: د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد نبي عمري ویلي چې، د اسلامي امارت د لوړو پوړو چارواکو ترمنځ اختلافات نشته او نه په ډلو وېشل شوي دي.
محمد نبي عمري زیاتوي:«چې دا فکر ونهکړئ دا تشویش ونه کړئ، د مېډیا نه متاثره نهشئ چې، یا به اختلافات وي، دا د کندهاري شبکه، دا د حقاني شبکه، دا د غزني شبکه. دا وخت د الله نه زموږ په ژوند راولي نه په مرګ.»
ښاغلي عمري د غزني ولایت د نوي مرستیال والي د پېژندنې پر مهال ویلي اسلامي امارت د قطر مذاکرتو پرمهال امریکايي چارواکو ته څرګنده کړې چې، په افغانستان کې د ناټو او امریکا د یوه عسکر حضور هم ورته د منلو نهدی او دوی ته د نظامي حضور په موخه یوه اډه هم ونه سپارل شي.
د کورنیو چارو وزارت لومړی مرستیال وايي:«بیا یې غوښتنه وکړه اخر يې ویل دا یوه اډه موږ غواړو، که په سوال وي که په زارۍ وي که په زور وي د بګرام اډه کې به زموږ قوتونه پراته وي؛ نه ستا په اسلامي نظام کار لرو، نه ستا په امر بالمعروف کار لرو، نه ستا په خاوره کار لرو، خبره شور ته ورسېده. ملګرو ورته وویل چې، یو عسکر د ناټو او امریکا په افغانستان کې پاتې وي سل کاله به ورسره وجنګېږو.»
محمد نبي عمري دغهراز زیاتوي ځینې کړۍ له امریکا د ډالرو اخیستو لپاره طالبان مذاکراتو ته د مجبوره کولو په پار هڅې کوي.
نوموړی وايي په هېواد کې د امن، اسلامي نظام، ملي یووالي او هېواد ځمکنۍ بشپړتیا خوندیتوب په صورت کې دغسې خبرو ته اړتیا نشته.
محمد نبي عمري څرګنده کړه:«یو بم چېرته خلاص کړه له امریکا نه یو څو ډالره په هغې باندې واخله، طالب دې ته مجبور کړه چې، ما سره مذاکرات وکړه. پخوا هم موږ ویلي وو چې، دلته خو امن هم شته، اسلامي نظام هم شته، ملي وحدت هم شته، ارضي تمامیت هم شته، په خاوره مې چا تعرض هم نهدی کړی، اشغال هم نشته، په اتفاق هم یو نو چې، زه تاسره مذاکرات کوم بیا به زما او ستا د مجلس اجنډا څه وي.»
دا پداسې حال کې چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پخپلو وروستیو څرګندونو کې د بګرام هوايي اډې پر اهمیت ټینګار سره ویلي وو چې چین ته د نږدې والي له امله دغه اډه د امریکا متحده ایالاتو لپاره مهمه وه.