اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمنطقیمهم مطالب

عمران خان د خیبرپښتونخوا د سر وزیر څخه ملاتړ وکړ

دید خبرې آژانس: د پاکستان پخواني لومړي وزیر په سرحدي سیمو کې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره له افغان طا-لبانو سره د مخامخ خبرو لپاره د خیبرپښتونخوا د سر وزیر د وړاندیز ملاتړ وکړ.

عمران خان وايي: «له خبرو پرته ترهګري له منځه نه شي تللی.»

د پاکستان پخواني لومړي وزیر ټینګار کړی، چې له طا-لبانو سره د اړیکو ښه کول د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره اړین دي.

نوموړي د جمعې په ورځ يې په زندان کې خبريالانو ته وويل، چې د ده د واکمنۍ پر مهال په پاکستان کې تر ټولو کمې ترهګريزې پېښې شوې دي.

تر دې مخکې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د خیبرپښتونخوا پر سر وزیر علي‌امین ګنډاپور له طا-لبانو سره د مخامخ خبرو وړاندیز په اړه نیوکه کړې وه.

خو عمران خان ویلي، چې پاکستاني چارواکي باید له علي‌امین ګنډاپور وغواړي چې له طا-لبانو سره خبرې وکړي او له هغه څخه منندوی و اوسي.

علي امین ګنډاپور د عمران خان په مشری د تحریک انصاف ګوند غړی دی.

د خیبرپښتونخوا سر وزیر ګنډاپور د پنجشنبې په ورځ له اسلام اباده وغوښتل چې په دغه ایالت کې د امنیت په اړه له افغان طا-لبانو سره د خبرو اجازه ورکړي.

عمران خان وايي، چې خېبرپښتونخوا صوبه ترهګرۍ سخته ځپلې ده او باید په مخامخ خبرو اترو کې رول ولري.

نوموړي وويل: «خېبرپښتونخوا له کلونو راهیسې د ترهګرۍ بار په غاړه وړي او بې شمېره پوليسو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.»

د تحریک انصاف مشر د پاکستان د بهرنیو چارو پر پخواني وزیر بلاول بوټو زرداري نیوکه وکړه چې د بهرنیو چارو د وزیر په توګه «هېڅکله افغانستان ته نه دی تللی.»

عمران خان د پاکستان پر حکومت غږ وکړ، چې د هر هغه چا ملاتړ وکړي چې د دې ګواښ د له منځه وړلو هڅه کوي، نوموړي وویل، چې د ګنډاپور هدف «د حکومت پلويتوب دی، نه د حکومت پر ضد.»

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا