د دید خبري آژانس د خبر له مخې، عمران خان په یوه جنايي قضیه کې له لس کاله بند محکومېدو یوه ورځ وروسته یو ځل بیا هغه او مېرمن یې د دولتي سوغاتونو د اختلاس او خرڅلاو په قضیه کې په ۱۴ کاله بند محکوم شول.
د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان چې په یوه جنایي قضیه کې په لس کاله بند محکوم شو، نن چهارشنبه (دلو۱۱مه) له خپلې مېرمنې سره یوځای په ۱۴ کاله بند محکوم شو.
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد پخوانی لومړی وزیر له خپلې مېرمنې سره د دولتي ډالیو د اختلاس او خرڅلاو په قضیه کې په ۱۴ کاله بند محکوم شوی دی.
د عمران خان او د هغه مېرمنې ته دا نوې سزا یوه ورځ وروسته له هغه صادر شوه چې عمران خان او د دغه هېواد د بهرنیو چارو پخوانی وزیر شاه محمود قریشي د «سایفر» په قضیه کې په لس کاله بند محکوم شول.
عمران خان او مېرمن یې بشرا بي بي په ګډه د دولتي ډالیو د خرڅلاو په قضیه کې په بند محکوم شوي دي.
دا نوې پریکړه په اسلام اباد کې د فساد ضد یوې محکمې کړې ده.
د ۲۰۲۲ کال په اپریل کې، عمران خان د پاکستان د پارلمان له خوا د نه باور رایې تر اخیستو وروسته له صدراعظمۍ لرې شو او بیا د نواز شریف ورور شهباز شریف د هغه ځای ناستی شو.
د شهباز شریف صدراعظمۍ د اګست په میاشت کې د هغه تر استعفا پورې دوام وکړ او اوس د پاکستان د موقت صدراعظم انوار الحق کاکړ حکومت د نویو انتخاباتو تر ترسره کیدو پورې د دغه هیواد د چارو د پرمخ بیولو مسولیت په غاړه لري.
همدارنګه، د ۲۰۲۳ په اګست کې، د پاکستان پخوانی لومړی وزیر د یوې بلې محکمې لخوا د ۱۴۰ ملیون روپیو (۵۰۱,۰۰۰ ډالرو) څخه د ډیرو دولتي ډالۍ پلورلو په جرم کې په درې کاله بند محکوم شو چې هغه د ۲۰۱۸ -۲۰۲۲څخه د لومړي وزیر په توګه د خپلې دورې پرمهال ترلاسه کړی و. هغه سزا وروسته وځنډول شوه، خو خان د نورو قضیو په تړاو په زندان کې پاتې شو.