اسلایدشوافغانستانمهم مطالبورزش او ځوانان

علي بلال د بدن ښکلا په ارنولد کلاسیک سیالیو کې لومړی مقام خپل کړ

دید خبرې آژانس: افغان ورزشکار علي بلال د ۲۰۲۵ کال د بدن ښکلا ارنولد کلاسیک سیالیو کې، چې د امریکا د اوهایو ایالت په کلمبوس ښار کې ترسره شوې، لومړی مقام خپل کړ.

علي بلال تر دې وړاندې د بدن ښکلا په مسټر المپیا سیالیو کې دویم مقام ګټلی و او همداراز یې د پیټسبورګ پرو او نیویورک پرو سیالیو کې لومړي مقامونه ترلاسه کړي دي.

ارنولد کلاسیک سیالۍ هر کال د بدن ښکلا د نامتو ورزشکار ارنولد شوارتزنیګر لخوا په امریکا کې ترسره کېږي، چې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه پیاوړي ورزشکاران په کې ګډون کوي.

د یادونې وړ ده، چې سږنۍ سیالۍ د فبرورۍ پر ۲۹ مه پیل شوې وې او پرون، د مارچ پر ۲ مه، پای ته ورسېدې.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا