ډید خبري آژانس: د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند مشر عطا محمد نور پر اسرائیلو باندې د ایران د برید په اړه ټینګار وکړ: د اسرائیلو د قاتل او ظالم رژیم په وړاندې د ایران د اسلامي جمهوریت غچ اخیستونکي اقدام او زړور غبرګون د ستاینې وړ دی.
د جمعیت اسلامي ګوند مشر عطا محمد نور پر اسرائیلو د ایران د برید په غبرګون کې په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي: د قاتل او ظالم اسرائیلي رژیم پر وړاندې د ایران د اسلامي جمهوریت غچ اخیستونکی اقدام او زړور غبرګون د ستایلو وړ دی.
دغه راز د هېواد بې شمېره سیاسي څېرو هم اسرائیلو ته د ایران پوځي ځواب د دفاع مشروعیت ګڼلی او ملاتړ یې کړی دی.
د دغه هیواد د سیاسی شخصیتونو په پراخو پیغامونو کښې د فلسطین د ولس په ملاتړ او د اسرائیلو په ځپلو او د سیمې او نړۍ د هیوادونو په چارو کښې د امریکې له لاسوهنې څخه د مخنیوی په هکله ټینګار شوی دی.