عطا محمد نور ایتلاف نجات کلک او کوټلی وباله
عطا محمد نور وايي چې ایتلاف نجات یو کلک او کوټلی یون او ماتېدونکی نه دی.
د دید خبرګزارۍ د ګزارش له مخې، عطا محمد نور د ایتلاف نجات غړی وايي : ایتلاف نجات یو کلک او کوټلی یون دی او ماتېدونکی نه دی.
هغه وویل چې ددې ایتلاف په ټولو اړخونو کار شوی او له ډېرو جدي بحثونو نه او د هېواد د سیاسي حالاتو په پامنیوي یې اعلام موجودیت کړی دی .
د بلخ والي وايي : د ایتلاف ټولې چارې سنجول شوي پر مخ ځي.
د هغه د وینا له مخې، د ایتلاف موخه نظام سقوط نه دی او غوښتنه مو په حکومت کې بنسټیز بدلونونه دي.
و یې ویل : د ایتلاف بل ګام په ولایتونو کې په ولسي کچه غونډې دي.
د خپلو ویناوو په ترڅ کې یې وویل : هغوی چې د ایتلاف له مشرانو غواړي چې شتمنۍ ثبت کړي نو لومړی دې په ملي قراردادونو کې شفافیت راولي.
د هغه په باور د ایتلاف نجات مشران د شتمنیو ثبت ته اړتیا نه لري بلکې هغوی دې شتمنۍ ثبت کړي چې له ملي قراردادونو په میلیونو ډالر ګټه کوي.
د بلخ د والي د وینا له مخې حکومت په درېیو څلورو تنو په خلکو واکمني کوي او د هېواد ملي شتمنۍ یې یو څو کسانو ته ورکړي دي .
د جمعیت اسلامي اجرایه رییس وویل، چې حکومت دې د ملي قرار دادونو په باب ولس ته حساب ورکړي.
ښاغلی نور د ایتلاف نجات یو له اصلي مشرانو ځنې دی او د ارګ د تک روۍ پر وړاندې یې له محمد محقق او جنرال دوستم سره ایتلاف کړی دی.