اسلایدشوافغانستانورزش او ځوانان

عصمت الله هدفمند د فوټبال ځوان لوبغاړی نړۍوال جام کې د لوبېدو هیله لري

دید خبرې آژانس: د بلخ اوسېدونکی عصمت الله هدفمند د افغانستان د فوټبال له شل کلنو کم عمره لوبغاړی دی او له څه باندې لسو کلونو راهیسې فوټبال کوي.

عصمت الله هدفمند دغه موده کې په ګڼو کورنیو او بهرنیو سیالیو کې ځلیدلی دی.

هغه د بلخ د موج سال کلپي لوبډله کې هم لوبېدلی دی.

عصمت الله هدفمند ویلی چې« له حکومت او خصوصي سکټور مې غوښتنه دا ده چې د لوبغاړو ملاتړ وکړي په ځانګړې توګه د افغانستان د فوټبال لوبغاړو.»

دغه لوبغاړی چې دوه کاله کیږي د افغانستان د فوټبال له شل کلنو کم عمره لوبډلې ته غوره شوی وایي، ستره هیله یې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې لپاره په نړۍوال جام کې لوبېدل دي.

هدفمند دغه موده کې د افغانستان له شل کنو کم عمره لوبغاړي په توګه د تاجیکستان، سعودي عربستان، ماکاو او اسټرالیا پر وړاندې لوبیدلی دی.

عصمت الله هدفمند وایي: « یوازینۍ هیله مې همدا ده چې د افغانستان د فوټبال له ملي لوبډلې سره نړۍوال جام کې ولوبیږم او د هېواد لپاره ښې لاسته راوړنې ولرم.»

د عصمت الله یو لاسته راوړنه په اسیا جام سیالیو کې د ماکاو پر وړاندې د افغانستان لپاره یوازینی ګول دی.

د افغانستان د فوټبال روزونکي له شل کلنو کم عمره لوبډله کې د هدفمند لوبې ستایي او د نوموړي پر ملاتړ ټینګار کوي.

د افغانستان د فوټبال له شل کلنو کم عمره لوبډلې مرستیال روزنکی، رسول احمدي وایي: « عصمت الله یو له غوره لوبغاړو دی چې د افغانستان د اتلولۍ لیګ په درېیم پړاو کې یې د سیالیو د نمونې لقب هم ترلاسه کړ او کولای شو و وایو چې راتلونکي کې به د افغانستان د فوټبال ستوری وي.»

نړۍوال جام ته د رسېدو لپاره به د عصمت نه ستړې کېدونکي تمرینات دوام لري.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا