دید خبرې آژانس: د اسلامی امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي، په کابل کې د ایران سفارت د فرهنګي اتشې له کتابتون او اړونده هنري خونو او تالارونو څخه لیدنه کړې ده.

په رارسېدلې خبرپاڼه کې راغلي چې د هنر او کلتور معین، د یاد مرکز کتابتون سمبال او د بېلابېلو علومو او فنونو د مطالعې زېرمتون بللی او ویلي یې دي چې دغه شان مرکزونه کولای شي د افغانستان اسلامي امارت او د ایران اسلامي جمهوریت ترمنځ د اړیکو او ژورو مناسباتو د پراختیا په برخه کې مهم رول ولوبوي.
د ایران د فرهنګي چارو مسئول دوکتور روحالله حسيني هم، د ایران له فرهنګي مرکز څخه د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین لیدنه؛ د کلتوري او تاریخي مشترکاتو د پاللو څرګند مثال یاد کړی او ژمنه یې کړې ده چې د اسلامي امارت د رغنده فرهنګي تګلارې په رڼا کې به د افغانستان د خلکو په خدمت کې وي.
هغه ویلي چې د اسلامي امارت په بیا واکمنۍ سره د تاریخي آثارو ساتنې، رغونې او د شعر او هنر په برخه کې ځانګړې پاملرنه شوې او ایران د یادو برخو د لا پیاوړتیا لپاره هر راز همکارۍ ته چمتو دی.