عزیزي: صنعتکارانو ته د ځمکې وېش پیلیږې
دید خبرې آژانس: د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، تر راتلونکو درېیو میاشتو به پر صنعتکارانو د ځمکې د وېش بهیر پیل شي.

نور الدین عزیزي له طلوعنیوز سره ځانګړې مرکه کې ویلي، په هېواد کې شاوخوا ۱۵۰ زره جریبه ځمکه صنعتکارانو ته ځانګړې شوې او په خبره یې ۱۲۰۰ شرکتونو په صنعتي پارکونو کې د ځمکو غوښتنه کړې ده.
هغه وایي، اسلامي امارت له افغانستانه د پانګې د وتلو او پیسو د قاچاق مخه نیولې او د پانګوالو د جلب لپاره یې ډېر ګامونه پورته کړي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ۲۰۲۴ زېږیز کال کې د صنعتي پارکونو د قانون تصویب د افغانستان د صنعت په برخه کې د مثبت بدلون لپاره یو اغیزناک ګام ګڼي.
نورالدین عزیزي ویلي: « ۱۲ سوه شرکتونو له موږ د ځمکې غوښتنه کړې ده، له دې ډلې موږ د ۱۰۸ شرکتونو ارزونه کړې ده چې شاوخوا ۱۳۰ میلیارده ډالره پانګونه یې کړې ده او د نورو شرکتونه ارزونه هم کیږي.»
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست دغه راز د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د افغانستان د راکړې ورکړې زیاتوالي او د ګاونډیو او سیمې هېوادونو په نندارتونونو کې د افغانستان د محصولاتو وړاندې کولو ته په اشارې زیاته کړې چې، صنعتي انقلاب هغه وخت رامنځته کیږي چې، صنعتکاران د کروندګرو ملاتړ وکړي او خلک له کورنیو تولیداتو ګټه واخلي.
عزیزي و ویل :« زموږ صنعتکار باید د بزګر ملاتړ وکړي او زموږ خلک باید د صنعتکار ملاتړ وکړي او زموږ خلک باید افغاني کیفیت لرونکي تولیدات وکاروي.»
په دغه خپرونه کې د خصوصي سکټور استازو، صنعتکارانو او اقتصادي کارپوهانو هم ګډون کړی و چې، هېواد ته یې د پانګوالو را بلل، د بیمې رامنځته کېدل، د بانکې چارو تنظیم، د برښنا برابرول او پر پانګوالو د مالیاتو کمول د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لارې وبللې.
د کانونو او صنایعو خونې د شمېرو لمخې، په ۲۰۲۴ زېږیز کال کې د افغانستان د ځان بسیاینې ظرفیت له ۶۹ سکټورونو ۸۷ هغو ته زیاته شوې او دغه کال کې په هېواد کې شاوخوا ۴۰۰ کوچنیو او منځنیو کارخونو فعالیت پیل کړی دی.