اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیاروستي خبرونهسیاست

عزيزي: هر هېواد کولاى شي د افغانستان د ليتيمو په کانونو کې پانګونه وکړي

دید خبری آژانس: د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست وویل، هر هیواد کولای شی د افغانستان د لیتیم د استخراج په برخه کې پانګونه وکړی.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وویل چې د افغانستان د لیتیم د استخراج په برخه کې علاقمند هېوادونه کولای شي پانګونه وکړي.

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست هم ویلي چې د لیتیم کانونه د افغانانو له سترو ارمانونو څخه دي او اسلامي امارت نه غواړي چې دغه کانونه ضایع شي.

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست وویل: هر هېواد کولای شي د افغانستان د لیتیم په سکتور کې پانګونه وکړي، ځکه د افغانانو هیله لیتیم دی او زه نه غواړم چې لیتیم د یوه شرکت، یوه هېواد، یوه شخص یا سل کسان له خوا ضایع شي.

ښاغلي عزیزي قزاقستان ته د خپل وروستي سفر په اړه زیاته کړه چې د دغه هېواد له چارواکو سره د بانکي مسایلو، سوداګریزو تعرفو، مخابراتي پروژو او ټرانزیټي لارو چارو او جنوبي اسیا ته د روسیې د تېلو د لېږد رالېږد په اړه د دغه هېواد له چارواکو سره د عمومي بحثونو په لړ کې دي.

په ورته وخت کې یو شمېر اقتصادي کارپوهان د افغانستان لیتیم یو له مهمو او قیمتي کانونو څخه ګڼي او ټینګار کوي چې دغه کانونه د هېواد له ثبات او امنیت سره تړاو لري.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا