اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیا

عرب پانګوال د کندهار انارو د بسته بندۍ په برخه کې پانګونې کوی

دید خبرې آژانس: د کندهار ولایت د کانونو او صنایعو خونې مسوولین وایي، چې یو عرب پانګوال ابو محمد د کندهار انارو د بسته بندۍ او جوس جوړولو په برخه کې پانګونې ته خپله لېوالتیا څرګنده کړې ده.

د کندهار د کانونو او خونې رییس سید مسرور اماني باختر آژانس ته وویل، چې دغه عرب پانګوال په صنعتي ښارګوټي کې د انارو د صادراتو، بسته بندۍ او جوس جوړولو په برخه کې پانګونې ته چمتووالی ښودلی دی.

اماني زیاته کړه چې د کندهار د انارو ډېره برخه هر کال پاکستان ته صادرېده، خو سږ کال د پاکستان د لوړو مالیو له کبله د انارو باغ لرونکو سخت اقتصادي زیانونه ګاللي دي.

نوموړي وویل چې دا ستونزه د انارو او نورو مېوه جاتو د پروسس او بسته بندۍ د ظرفیت لوړولو له لارې حل کېدی شي، او د دې کار لپاره د عرب پانګوال پانګونه یو مثبت ګام ګڼل کېږي.

د یادونې وړ ده، چې د دې ګام په پایله کې به د کندهار انارو د صادراتو لپاره نړیوال بازارونه پیدا شي او د دې ولایت د مېوه جاتو صنعت به وده ومومي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا