اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

عربستان له کابل سره د اړیکو پراختیا غوښتنه کړی ده

دید خبرې آژانس: د ا.ا.ا د کورنیو چارو وزارت ویندوی عبدالمتین قانع وایي چې په کابل کې د عربستان سفیرله سراج الدین حقاني سره په کتنه کې دواړو لورو د سیاسي او فرهنګي اړیکو د پراختیا غوښتنه کړې.

په افغانستان کې د سعودي عربستان سفارت له یوې اوږدې ځنډ وروسته په کابل کې خپل فعالیت پېل کړی دی.

په کابل کې د سعودي عربستان سفارت بیا پرانستنه د افغانستان په بدلونونو کې د لا فعال رول د لوبولو او په دې هېواد کې د امنیت او ثبات د راوستلو لپاره د ریاض د هڅې ښودنه کوي.

 د سعودي عربستان مقاماتو ویلي چې دغه هېواد په بېلا بېلو برخو په ځآنګړي ډول په زیر بناوي، پوهنې روغتیا او نورو برخو کې د افغانستان سره همکارۍ ته چمتو دی.

په افغانستان کې د سعودي عربستان سفیر تر دې وړاندې د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر سره هم لیدلي وو، چې پر مهال ترې افغانانو ته د حج د ونډې د زیاتېدو غوښتنه شوې وه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا