عربستان د افغاني سرې مياشتې له ټولنې سره د ۱۰۰ ټنه خرما مرسته وکړه
دید خبرې آژانس: د سعودي عربستان د ملک سلمان خیریه بنسټ له لوري مرسته شوې ۱۰۰ ټنه خرما نن په کابل کې د ياد هېواد د سفير فیصل طلق البقمي له لوري د افغاني سرې مياشتې ټولنې رئيس شیخ شهاب الدین دلاور ته وسپارل شوه.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې رئيس شیخ شهاب الدین دلاور د یادې مرستې د ترلاسه کولو له یادې ټولنې سره د سعودي عربستان د مرستو له کبله مننه وکړه.
هغه زیاته کړه، چې کابل او ریاض له عقیدتي او کلتوري اړخه نږدې تاریخي اړیکې لري او اوسمهال هم د دواړو هېوادونو ترمنځ ښې اړیکې موجودې دي.
نوموړي یاده مرسته د افغانانو لپاره مهمه او ارزښتناکه وبلله او زیاته یې کړه، چې افغانستان د جګړو له کبله سخت ځپل شوی او پراخې همکارۍ ته اړتیا لري.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې د دا ډول مرستو د دوام غوښتنه وکړه.
په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د سعودي عربستان سفیر فیصل طلق البقمي ډاډ ورکړ، چې په راتلونکي که به له افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکړي.
د یادونې وړ ده، چې د افغاني سرې میاشتې ټولنې رئيس د یادې مرستې د ترلاسه کولو پرمهال وویل چې د سعودي عربستان د ملک سلیمان خیریه بنسټ څه موده وړاندې هم د افغاني سرې میاشتې له ټولنې سره د ۵ زره پسونو مرسته کړې وه، چې له غوښې څخه يې په کابل، پروان، لوګر، میدان وردګو او پکتیکا ولایتونو کې شاوخوا ۸ زره اړمنې کورنۍ برخمنې شوې وې.