اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمنطقیګزارش

عراقچي: زمونږ سرحدي ولایتونه له ګاونډیو سره د ډ‌یپلوماټیکو اړیکو د پراخولو ماموریت لري

دید خبرې آژانس: د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي وايي، چې د دغه هېواد سرحدي ولایتونه به له ګاونډیو هېوادونو سره د ډ‌یپلوماټیکو اړیکو د پراخولو ماموریت ولري.

ښاغلي عراقچي زیاتوي، چې د ګاونډیو هېوادونو له همکارۍ سره به، په دې چوکاټ کې د سرحدي مسایلو، لکه د نشه‌يي توکو قاچاق او د پولو مدیریت ستونزې حل‌وفصل شي.

هغه په دې اړه وویل: «په بهرنیو چارو وزارت کې یو نوی بحث د “ولایتي ‌ډیپلوماسۍ” تر عنوان لاندې پیل شوی، او موږ هوډ لرو ټول هغه ولایتونه، چې له ګاونډیو هېوادونو سره ګډه پوله لري، له مقابل لوري ولایتونو سره ډیپلوماټیک تعاملات او تګ راتګ ولري.»

د ایران د بهرنیو چارو وزیر دغه راز ویلي چې تر راروانې یوې میاشتې به د هېواد د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان او ترکمنستان په ګډون په ګاونډیو هېوادونو کې د ایران د سفیرانو او کونسل جنرالانو په ګډون یو سیمه‌ییز سیمینار جوړ کړي.

تر دې مخکې هم د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له ګاونډیو هېوادونو غوښتي و، چې د مخدره توکو د قاچاق د مخنیوي په برخه کې ورسره همکاري وکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا