اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاست

عراقچي: د ایران حق‌ابه د هیرمند د تړون پر بنسټ ورکول کېږي

دید خبرې آژانس: د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي، کابل ته خپل سفر د ایران د ګټو د تامین او د اندېښنو د رفع کېدو لپاره مهم بللی دی.

ښاغلي عراقچي د دې سفر په پای کې خبریالانو ته ویلي چې، ایران د افغانستان له حالاتو اغېزمنېږي؛ له همدې امله ایران باید د افغانستان د برخلیک، بدلونونو او سیاستونو په تړاو حساس وي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دې هکله وايي:«په افغانستان کې له بدلونونو تل جدي اغېزمن شوي یو، نو طبیعي ده چې، زموږ د ګاونډي هېواد د برخلیک په تړاو، د بدلونونو په تړاو یې او د سیاستونو په تړاو یې حساس واوسوو او مدیریت وکړای شوو.»

ښاغلی عراقچي وایي چې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوبو، کډوالو، د پولو د امنیت او ځینو نورو برخو کې ستونزې شته؛ خو د ده په باور دغه ستونزې د خبرو او تعامل له لارې حل کېدای شي.

نوموړی زیاتوي چې، په دې سفر کې یې درک کړې چې، افغان لوری هم د دغو ستونزو د حل لپاره پیاوړی هوډ لري.

سید عباس عراقچي وايي:«هم رییس‌الوزرا او هم د بهرنیو چارو وزیر ټينګار کړی چې، د ایران حق‌ابه د هیرمند د معاهدې پر بنسټ به ورکړل شي، ډېر ښه تعبیر یې چې، درلود دا و، که‌چېرې تړون هم نه‌وای، زموږ شرعي او انساني دنده د دې غوښتنه کوي چې، ایران ته اوبه ورسوو.»

عباس عراقچي پرون کابل ته سفر وکړ او د رییس الوزرا، د بهرنیو چارو، دفاع او صنعت او سوداګرۍ وزارتونو د سرپرستانو په ګډون یې د اسلامي امارت له بېلابېلو چارواکو سره په جلا جلا توګه وکتل. نوموړي دغه‌راز د یکشنبې پر ماښام د افغانستان د شیعه علماوو د شورا له غړو سره هم وکتل او له افغانستان سره یې د اقتصادي، سوداګریزو او کلتوري همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.

دا د اسلامي امارت تر بیا واکمنېدو وروسته هېواد ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر لومړی سفر و

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا