عراقچي: د ایران امنیت د افغانستان په امنیت او ثبات پورې تړلی دی
دید خبرې آژانس: د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ پرون (یکشنبې د سلواغې پر ۷مه) د یو ورځني سفر په موخه کابل ته راغی او په لومړي سر کې یې د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست او رييس الوزرا سره په جلا جلا توګه وکتل.

نوموړي له رييس الوزرا سره په کتنه کې ویلي چې، په ایران کې امنیت او ثبات په افغانستان کې له امنیت او ثبات سره تړلی دی.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په دې هکله وايي:«ښاغلي عراقچي وویل چې، د ایران امنیت او ثبات د افغانستان په امنیت او ثبات پورې تړلی دی او په افغانستان کې وروستیو پرمختګونو دې پایلې ته رسولي یو چې، له اسلامي امارت سره باید همکاري نوره هم پراخه شي.»
د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي، په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو او د حقابې مسئلې حل باید د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو د لا پياوړتیا لامل شي.
عباس عراقچي زیاته کړې چې، ایران افغانستان ته په خپله خوښه او عزتمنده توګه د افغان کډوالو ستنېدو ته ژمن دی. د دې سربېره د ایراني پلاوي او د سرپرست حکومت د چارواکو تر منځ د افغانستان په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې، د دواړو لورو تر منځ د پلاوو د تګ راتګ او د خبرو له لارې د ستونزو د حلېدو په تړاو هم خبرې شوې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو مسوول ضیا احمد تکل په دې هکله وویل:«د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوبو د مسایلو په تړاو وویل چې، د اقلیم بدلون له امله ټوله سیمه وچکالۍ ځپلې ده او افغانستان هم د وچکالۍ قرباني دی. هغه وویل چې، موږ د هلمند، نیمروز، سیستان او بلوچستان خلکو ته په یوه نظر ګورو.»
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د هېواد د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره په کتنه کې په ټينګار سره ویلي چې، دغه سفر د دواړو هېوادونو په اړیکو کې یو تازه مسیر دی.
د هېواد د بهرنیو چارو وزارت سرپرست بیا ویلي، د دواړو هېوادونو تر منځ شته مشترکاتو ته په کتو باید د ډيپلوماټيکو اړیکو کچه لوړه شي.
د ویلو ده چې، تر دې مخکې د اسلامي امارت ځينو چارواکو هم ایران ته سفرونه کړي وو.