اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهمهم مطالب

عدلیې وزارت: تمدن ټلویزیون سیاسي حزب سره د تړاو له امله تړل کیږي

دید خبرې آژانس:عدلیې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، تمدن ټلویزیون د سیاسي ګوند سره د تړاو او پر غصب شوې ځمکه د فعالیت له امله تړل کیږي.

د عدلیې وزارت ویاند، برکت الله رسولي دغه خبرپاڼه کې ویلي، د تمدن ټلویزون سربېره د خاتم النبین مدرسه او پوهنتون هم افغانستان کې د لغو شوي “د افغانستان اسلامي حرکت” ګوند سره د تړاو او غصب شوې امارتي ځمکه کې د فعالیت له امله تړل کیږي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: « تمدن ټلویزیون، خاتم‌النبیین مدرسه او پوهنتون چې افغانستان کې د لغوه شوي، “د افغانستان اسلامي حرکت” ګوند سره تړاو لري او دغه راز ودانۍ یې هم په غصب شوې امارتي ځمکه کې جوړې شوي، چې له همدې امله د درې واړو بنسټونون فعالیت تړل کیږي او دفتر یې د عدلیې وزارت له لوري تړل کیږي.»

خبرپاڼه کې راغلي، اسلامي امارت په هېواد کې هر ډول سیاسي ګوندونه لغوه اعلان کړي او د دغې پرېکړې لمخې د سیاسي ګوندونو اړوند رسنۍ هم د فعالیت حق نه لري.

اسلامي امارت تر دې وړاندې هم د نور او بریا ټلویزیونونو فعالیتونو د ځنډېدو خبر ورکړی وو.

رسنیزو سرغړونو ته د رسېدنې کمیسیون د دغو ټلوېزیونونو د فعالیتونو ځنډولو لامل د دغه کمیسیون سپارښتنو او د خبریالۍ اصولو ته نه‌ پاملرنه یاده کړې وه.

تېره ورځ (پنجشنبه د غبرګولي ۱۷مه) تمدن ټلویزیون د یوه خبر په خپرولو سره ویلي و چې له عدلیې وزارته ورغلي پلاوي د دغې رسنۍ د نشراتو له احتمالي بندېدو خبرداری ورکړی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا