اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

عدلیه وزارت: ۲۵۰ زره جریبه غصب شوې ځمکه تثبیت او راګرځولې شوې

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو د عدلیه وزارت وایي چې د هیواد په ۲۳ ولایتونو کې له ۲۵۰ زرو جریبو د زیاتو دولتي ځمکو تثبیت او راګرځول شوي.

برکت الله رسولی، ددغه وزارت ویاند ویلي، په ۳۳ ولایتونو کې ۵۶۰ زره جریبه ځمکه  تر ارزونې لاندې ده.

رسولي وايي، په ۷ ولایتونو کې ۳۴ زره جریبه ځمکه مسترده شوې او په ۳۳ ولایتونو کې ۵۶۰ زره جریبه ځمکه تر ارزونې لاندې ده.

ښاغلی رسولي زیاتوي: « د زرګونو جریبو ځمکو  د ارزونې، تثبیت او استرداد بهیر دوام لري، په دې تړاو ځينې دوسیې هم د کمیسیون له لوري او په ولایتونو کې د پلاو له لوري پر مخ وړل کیږي.»

عدلیې وزارت وايي، د دولتي ځمکو د تثبیت، ارزونې، او استرداد بهیر په ټولو ولایتونو کې دوام لري او د زرګونو نورو غصب شویو ځمکو دوسیې هم د یوه کمیسیون تر ارزونې لاندې دي چې پلاوي یې په ولایتونو کې هم شته.

تر دې مخکې عدلیې وزارت ویلي و چې په تېر یوه کال کې، څلور څلوېښت جریبه ځمکه، کورونه، هټۍ، کلینکونه او یو شمېر نور دولتي جایدادونه مشخص او له غصبه ازاد کړي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا