اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍ

عدالت محکمه: اسراییل دې د فلسطینیانو له مېنو او ښارګوټو څخه و وځي

دید خبرې آژانس: د عدالت نړۍواله محکمه وایي، د اسراییلو له لوري د فلسطینیانو د مېنو او ښارګوټو ښکیلاک غیر قانوني دی.

درویټرز خبري اژانس راپور ورکړې چې دغې محکمې له اسراییلو غوښتي څو ژر تر ژره دغه ښکیلاک پای ته ورسوي.

د عدالت نړۍوالې محکمې ویلي: « په لويديځه غاړه او ختيځ بيت المقدس کې د اسرایيلو ميشت ځايونه او له هغو سره تړلی رژيم د نړۍوالو قوانينو په سرغړونو سره جوړ او ساتل کيږي.»

د فلسطین بهرنیو چارو وزارت دغه نظریه تاریخي بللې او له ټولو دولتونو یې غوښتي څو پر دغې نظریې غور وکړي.

خو د اسراییلو بهرنیو چارو وزارت بیا دغه نظریه رد کړې او دا یې “ناسمه” یاده کړې ده.

د عدالت نړۍوالې محکمې دغه موضوع د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ د غوښتنې پر بنسټ چې د روان کال په لومړیو کې جوړه شوې وه، څیړلې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا