عثمانی: که نړۍ د فقر کمول غواړي، افغانستان دې غوره کړي
دید خبرې آژانس: د طا-لبانو د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال صدراعظم عثماني چین ته د خپل سفر پر مهال ویلي: «که نړۍ غواړي فقر راکم کړي، نو افغانستان دې غوره کړي.»
ښاغلي عثماني په چین کې د بې وزلۍ د کمولو په کنفرانس کې له نړۍوالو ادارو وغوښتل چې له افغان بزګرانو سره مرسته وکړي.
هغه د افغان بزګرانو پر ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل چې افغانستان اوس د کرنې، صنعت او سوداګرۍ لپاره یو خوندي ځای دی.
په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا ويلي و، چې د افغانستان ۴۸ سلنه وګړي د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او ۱۲.۴ سلنه یې د خوړو له خوندیتوب څخه بې برخې دي.
د خوړو نړۍوال پروګرام یا (ډبلیو اېف پي) هم په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې له ۲۷ میلیونو زیات وګړي په کافي اندازه خواړه نه لري.
د طا-لبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي ټلویزیون د (لړم ۱۲مه نېټه)ویلي چې صدراعظم عثماني په دې غونډه کې ادعا وکړه چې په افغانستان کې د نشه يي توکو کرکيله صفر ته راښکته شوې ده.
د نوموړي دا څرګندونې داسې مهال شوې، چې د طا-لبانو د کورنیو چارو وزارت وخت په وخت د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د نشه يي توکو د نیولو خبرونه ورکړي.
د دې ترڅنګ د سیمې یو شمېر هېوادونو په تېرو درېیو کلونو کې څو ځلې د افغانستان د نشه يي توکو د نیولو خبر ورکړی دی.
طا-لبانو په ۱۴۰۱ هجري لمریز کال کې د کوکنارو په کښت او تولید، مصرف، پېر او پلور بندیز ولګاوه. خو نړۍوال بنسټونه وايي، چې له افغانستان څخه د صنعتي نشه يي توکو توليد او قاچاق روان دی.