اسلایدشوافغانستانسیاست

عبدالکبیر: نظام په ټولو افغانانو پورې اړوند دی

دید خبرې آژانس: د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر وايي، چې اوسنی نظام  یوازې په ملايانو او دیني عالمانو پورې اړوند نه‌دی، دا د افغانستان د ټولو مسلمانانو ګډ نظام دی.

هغه په کابل کې د یوې دیني مدرسې په فراغت غونډه کې ټينګار وکړ، هېچا ته به اجازه ورنه کړي، چې دا نظام کمزوری او خراب کړي.

ښاغلی کبیر د پوهنتونونو او دیني مدرسو موخې ګډې بولي او د دغو بنسټونو پر پراختیا ټینګار کوي.

مولوي عبدالکبیر څرګندوي:«خپله ماستري او دوکټورا به کوي هغه ته لار خلاصه ده، او که د پوهنتون په یوه محصل کې د دې استعداد وي چې دی راشي، وړه دوره، لویه دوره، زموږ له شیخو الاکرامو سره وکړي، د مدرسې له درسه یې څوک نه‌پورته کوي، چې ته د پوهنتون محصل یې مدرسې ته څنګه راغلی یې؟»

دا څرګندونې داسې مهال شوې چې یوه ورځ وړاندې د دفاع وزارت لوی درستیز ویلي و چې له طالبانو پرته افغانستان به نه‌وي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا