عبدالکبير: اسلامي نظام د افغانستان د پرمختګ لپاره دوامداره هڅې کوي
دید خبرې آژانس: د ا.ا د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر خوست ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د جهادې مدرسې د دستار بندۍ په غونډه کې ګډون وکړ.
مولوي عبدالکبير په ياده غونډه کې وویل چې اسلامي امارت د دین په رڼا کې د ستونزو د حل او اسلامي نظام د پیاوړتیا په موخه له سیمې او نړۍ سره اړیکې لري او دا مهال له ګڼ شمېر هېوادونو سره رسمې اړیکې د پیاوړتیا په حال کې دي.
هغه زياته کړه، چې پر اسلامي نظام د نیوکو پر ځای دې هڅه وشي، چې اصلاحي نظرونه له اړوندو ادارو سره شریک شي.
نوموړي همدارنګه ويلي، چې له افغانستان څخه د سیمې او نړۍ غوښتنې د اسلامي امارت د پالیسۍ په رڼا کې تضمین شوې او دا مهال نړیوال له افغان خاورې اندېښنه نه لري.
د هغه په وینا اسلامي نظام د افغانستان د پرمختګ لپاره دوامداره هڅې کوي.
د يادونې وړ ده، چې په ياده غونډه کې د امربالمعروف، نهې المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مرستيال شیخ محمد فقیر محمدي، د کورنیو چارو مرستیال مولوي محمد نبي عمري، د خوست والي، ځايي چارواکو، ګڼ شمېر ديني عالمانو، د پوهنتون استادانو او ولسي خلکو ګډون کړی وو.