اسلایدشوروستي خبرونهسیاست

عبدالله د عدالت غوښتونکیو اعتراضاتو د پای ته رسېدو غوښتونکی شو

د هغه ګزارش له مخې، چې د دید خبرګزارۍ ته رارسېدلی دی، عبدالله عبدالله د حکومت اجرایه رییس د جمعیت اسلامي افغانستان د ګوند له استازیو سره په کتنه کې د عدالت غوښتونکیو اعتراضاتو د پای ته رسېدو غوښتونکی شو.

ښاغلي عبدالله په دې لیدنه کې ویلي دي : د عدالت غوښتونکیو مظاهرې باید پای ته ورسي .

اجرایه رییس همداراز ویلي دي : هېڅوک دې د کابل د سه شنبه ورځې د نړیوال کنفرانس د جوړېدو خنډ نشي .

هغه اضافه کړي دي : د لوړپوړیو امنیتي چارواکیو ګوښه کول دې د کابل نړیوال کنفرانس تر جوړېدو مخکې بیخی مطرح نشي.

عبدالله د جمعیت اسلامي له استازیو سره په کتنه کې ومنله، چې د کابل د خلکو مظاهره مسالمت آمیزه او عدالت غوښتونکې وه او و یې ویل : تر کابل کنفرانس روسته به یې د راتلونکې موضع په باب هوډ  وکړي .

په دې څو روستیو ورځو کې په کابل کې اعتراضي غونډې کېږي، چې لسګونه تنه پکې ټپیان او وژل شوي دي .

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا