اسلایدشوافغانستانتر تولو مشهورحکومتروستي خبرونهسیاست

عبدالسلام حنفی:کوم هېواد چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کوي، مونږ بالمثل عمل ورسره کوو

دید خبرې آژانس: د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي «د پوهنتونونو او دیني مدرسو د ممتازو فاضلانو او محصلینو» ستاینغونډه کې وايي چې، اسلامي امارت د هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه‌کوي او نور هېوادونه دې هم د افغانستان په چارو کې دې لاسوهنه نه‌کوي.

ښاغلي حنفي په خبره، که کوم هېواد د افغانستان په چارو کې لاسوهنه وکړي، اسلامي امارت به له هغه هېواد سره بالمثل عمل وکړي.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال وویل:«که‌چېرې څوک د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کوي او څوک وغواړي چې افغانستان تخریب کړي او د افغان ملت وځوروي، په هغه صورت کې دفاع زموږ له اسلامي او نړۍوالو حقونو څخه ده چې، په هغه صورت کې بالمثله کړنه ترسره کړو.»

ښاغلی حنفي زیاتوي، په افغانستان کې د دیني مدرسو د فعالیتونو په اړه د ځينو ګاونډیو هېوادونو اندېښنې بې‌ځایه دي. نوموړی همداراز زیاتوي چې، د پوهنتونونو او مدرسو ترمنځ هېڅ واټن نشته او نه هم چاته اجازه ورکوو چې، د یادو بنسټونو ترمنځ واټن رامنځته کړي.

عبدالسلام حنفي په دې هکله زیاتوي:«له بده مرغه له مدرسو ځينې وېرې موجودې دي. الحمدالله نور به دننه په افغانستان کې دا څيز موجود نه‌وي، اوس هم زموږ ځينو ګاونډيو هېوادونو اصلاً مدرسه ‌نه‌ده لیدلې او له مدرسې وېره لري. د هغوی دغه ټولې اندېښنې بې‌ځایه دي.»

د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست په دې غونډه کې وايي، دیني او عصري علوم د ټولنې اړتیا ده او اسلامي امارت په دې برخه کې ژمن دی.

د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم وايي:«دې ته ژمن یو چې، هم په دیني علومو کې او هم په عصري علومو کې پوره توجه ولرو، لکه څنګه چې مخکې تشریحات وشول، مسلمان وګړي دواړو ته اړتیا لري هم دیني علم ته چې هغه اصلي مقصد دی، او هم عصري علم ته چې هغه ضرورت دی.»

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست هم په هېواد کې د ځوانانو د ظرفیتونو پر لوړېدو ټینګار کوي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست خیرالله خیرخواه هم څرګنده کړه:«د افغانستان اسلامي امارت مسوولان ناست نه‌دي، هغوی د خپلو ځوانانو راتلونکي ته او د خپلو ځوانانو د ظرفیت لوړولو لپاره، له خپلو ځوانانو څخه د کار اخستو لپاره دوی ټول چمتو دي او هلې ځلې کوي.»

د ریاست الوزرا اداري مرستیال په غونډه کې همداراز زیاتوي چې، د ښوونیزو بنسټونو پیاوړتیا د اسلامي امارت په کاري لومړیتوبونو کې ده او یوازې همدا بنسټونه کولای شي افغانستان په ځان بسیا کړي.

د کابل پوهنتون د اطلاعاتو پربنسټ، په دې غونډه کې د هېواد د پوهنتونونو او دیني مدرسو له ۶۰ ډېر ممتاز فاضلان او محصلین وستایل شول.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا