اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستمهم مطالب

عبدالسلام حنفي: ګاونډي هېوادونه دې د قوشتپې کانال د کيندلو په اړه اندېښنه ونه کړي

د دید خبري آژانس د خبر له مخې، د لومړي وزیر اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د قوش تېپې د کانال د لومړي فاز د کار د پیل او د دویم پړاو د کار د پیل په مراسمو کې وویل، چې په دې برخه کې په دغه کانال کې د افغانستان ګاونډیان هېڅ ډول اندېښنه نشته.

حنفي د چهارشنبې په ورځ (د میزان ۱۹) په مزارشریف کې وویل چې د دوی موقت حکومت د امو سیند د ګاونډیانو حقونو ته درناوی لري.

هغه د هېواد له ګاونډیانو وغوښتل چې د افغانستان «مشروع حقونو» ته درناوی وکړي.

د ده په وینا نورې لویې پروژې هم د «اسلامي امارت» په اجنډا کې دي.

تر دې مخکې ازبکستان چې د امو سیند په شمالي څنډه کې پروت دی، د دغه کانال د کیندلو په اړه اندېښنه ښودلې وه.

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف په دې وروستیو کې ویلي وو چې د قوشتپې کانال کیندل به د منځنۍ اسیا د شمالي امو هېوادونو د اوبو سیستم بې ثباته کړي.

د یادولو وړ ده چې د قوشتپې کانال څه باندې ۲۰۰ کیلومتره اوږدوالی او ۲۰۰ متره پلنوالی لري چې د جمهوري نظام په دوره کې پلان او پیل شوی و. دغه کانال د امو سيند سلګونه ميليارد متر مکعب اوبه د هېواد شمالي ولايتونو ته لېږدوي، چې د ځينو ګاونډيو هېوادونو اندېښنې يې راپارولي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا