اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

عباس ستانکزی: د نظر اختلاف لرو خو د خپل مشر اطاعت کوو

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د دغې ډلې د غړو ترمنځ د اختلافاتو شتون په اړه خپاره شوي خبرونه د رسنیو «منفي تبلیغات» بولي.

عباس ستانکزی وايي، چې طا-لبان هیڅ ډول اختلاف نه لري او ټول د خپل مشر اطاعت کوي.

په ورته وخت کې هغه وویل، چې په هره اداره کې «د نظر اختلاف شتون لري.»

د طا-لبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په کابل کې په یوه غونډه کې د دې ډلې د غړو ترمنځ د اختلاف په ردولو سره وویل: «د امارت ټول غړي له مشره تر کشره د یو امیرالمومنین اطاعت کوي.»

دغه طا-لب چارواکي په خپلو خبرو کې متضادې څرګندونې وکړې او زیاته یې کړه، چې د دې ډلې د غړو تر منځ « د نظر اختلافات» شته.

نوموړي زياته کړه: «هو، په هر ځای کې د نظر اختلاف شته. په هره ټولنه کې، په هر وزارت کې، په هره اداره کې او په هر کور کې. تاسو لیدلي، چې په هر کور کې د پلار او زوی تر منځ ناندرۍ او اختلافات وي.»

ښاغلي ستانکزي وویل، چې د افغانستان په هیڅ حکومت کې د حکومت لومړي کس د طا-لبانو د مشر په شان « تسلط او کنټرول» نه لروده.

عباس ستانکزي زياته کړه: «دا زموږ يووالى او صداقت ښيي، چې نن ټول ملت يو لاس دى.»

دغه طا-لب چارواکي له دې مخکې هم په بېلابيلو څرګندونو کې ټینګار کړی و، چې د طا-لبانو د نظام دوام په ټولنه کې د عدالت په تامین پورې اړه لري.

ستانکزي وويل، په کومه ټولنه کې چې عدالت تامين نه وي، فساد او ګډوډي پکې وي، خلک پر داسې نظام باور نه کوي او له هېواده تښتي.

د کډوالۍ د نړیوال سازمان د شمېرو له مخې له ۲۰۲۲ کال راهیسې لږ تر لږه اته میلیونه افغانان د طا-لبانو تر ولکې لاندې له هېواده وتلي دي.

طا-لب چارواکي تل وايي، چې د دې ډلې د غړو ترمنځ اختلاف نه شته؛ خو ځینې چارواکې یې بیا په خپله خوله داسې څرګندونې کوي چې د اختلاف شتون په ډاکه کوي.

د راپورونو له مخې؛ طا-لبان لږ تر لږه د نجونو د زده کړو او د دې ډلې د امربالمعروف وزارت د سختو قوانینو د تطبیق په برخه کې اختلاف لري.

د ځینو راپورونو له مخې، د طا-لبانو یو شمېر چارواکي هم د دغې ډلې د کندهاري غړو له خوا د «واک انحصار» څخه ناراضه دي.

په یوه برخه کې د طا-لبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د ۱۴۰۱ کال د سلواغې په میاشت کې د طا-لبانو په حکومت کې د واک پر انحصار نیوکه وکړه او ویې ویل، چې اوسنی وضعیت ورته د منلو نه دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا