اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

عامې روغتیا وزارت: په ۳۱۸ ولسوالیو کې د روغتونونو ودانول پیلیږي

دید خبرې آژانس: د عامې روغتیا وزارت سرپرست په ۳۱۸ ولسوالیو کې د عمومي روغتونونو د ودانیو د چارو پیل په تړاو غونډه کې یو شان خدمتونو ته د هېوادوالو د لاسرسي په تړاو خبرې کوي.

د هغه په وینا دمګړۍ د ولسوالیو ۷۲ سلنه اوسېدونکي ثانوي روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

نور جلال جلالي زیاتوي چې دمګړۍ په ټول هېواد کې ۱۳ زره بسترونه شته چې د دغو روغتونونو له جوړېدو سره به لس زره نور بسترونه هم جوړ شي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست وايي: د هېواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې د ولسوالۍ د کچې د عمومي روغتونونو، د افغانستان اسلامي امارت د امیرالمؤمنین له لوري د خاص لطف لمخې بودیجه منظور شوې ده. قانوني مراحل یې ترسره شوي دي. تدارکاتي پروسه یې عملاً پیل کیږي.

ښاغلی جلال دغه راز وايي چې په دغو ۳۱۸ روغتونونو کې څه باندې ۲۷ زره روغتیایي پرسونل ته اړتیا ده چې په وینا یې هر روغتون به پنځه روغتیايي څانګې ولري.

ښاغلي جلالي زیاته کړه: ۲۷ زره مسلکي او اداري اشخاصو ته د کار زمینه مساعده به شي. د استخدام چارې به یې د شفافو مراحلو له لارې ترسره کیږي.

د یاد وزارت مالي او اداري مرستیال د دغو روغتونونو د جوړولو اساسي موخه پر وخت د کیفیت لرونکو خدماتو وړاندې کول ګڼي او زیاتوي چې هر کال د پر وخت تشخیص د نشتون له امله ۲۰ زره کسان پر بیلابیلو سرطانونو اخته کیږي.

د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال، بخت الرحمان شرافت هم وايي: د دغو ۳۱۸ روغتونونو لپاره له ۵ پروژو سره قرارداد شوی دی. او په تېرو ۱۵ ورځو یا یوه میاشت کې ۱۵ پروژې هم قرارداد ته تللې دي. ۱۲ پروژې نورې په اوفر کې دي. شپږې نورې د وزیر صاحب لاسلیک ته منتظرې دي. 

که څه هم په یاده غونډه کې د عامې روغتیا وزارت مسوولین د نجونو پر مخ د روغتیايي انسټیټوټونو د تړل کېدو په اړه څه نه وايي، خو د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او انکشاف مرستیال په هېواد کې د ښځینه روغتیايي کارکوونکو کمښت ردوي.

نوموړی وايي دمګړۍ په هېواد کې څه باندې ۳۰ زره قابله ګانې د دندې فرصتونو ته په تمه دي.

د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او انکشاف مرستیال، محمد حسن غیاثي وايي: څه باندې ۳۰ زره قابلې لرو چې د سیسټم پورې تړلې نه دي، له سیسټم بهر دي. دې ته په تمه ده چې استخدام شي. موږ خپلو خویندو ته ډاډ ورکوو چې ژر به هغوی ته هم د کار زمینه برابره شي.

دا په داسې حال کې ده چې د دغه وزارت د شمېرو لمخې د هېواد د ۴۰۰ ولسوالیو له ډلې یوازې ۹۳ هغه یې روغتونونه لري.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا