Uncategorizedاسلایدشوافغانستانټولنه

عامې روغتیا وزارت: د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل شوی

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو سرپرست حکومت عامې روغتیا وزارت وایي چې د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې نن (دوشنبه د چنګاښ ۱۸مه) د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل شوی دی.

د طا-لبانو تر ادارې لاندې د عامې روغتیا وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کمپاین د څلورو ورځو لپاره پیل شوی دی.

د دې خبرپاڼې پربنسټ، په څلورو ورځو کې به شاوخوا له پنځو کلونو کم عمره اته ميليونه ماشومان واکسين شي.

دا په داسې حال کې ده،چې روغتيا نړيوال سازمان د راپورونو پر بنسټ، د ګوزڼ ویروس یوازې په افغانستان او پاکستان کې پاتې دی.

د ياد سازمان د پخوانيو شمېرو له مخې تېر کال په افغانستان کې يوازې د ګوزڼ شپږ پېښې د ننګرهار ولايت په لرو پرتو سيمو کې ثبت شوې وې.

هند چې له یو ملیارد څخه زیات نفوس لري، مخکې یې خپل هېواد له ګوزڼ څخه پاک اعلان کړی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button