اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاستمهم مطالب

عارف اوف: تاشکند کې د کابل سفیر د رسمي کار د پيل مسئله به ډېر ژر اعلان شي

دید خبرې آژانس: د ازبیکستان لومړي وزیر عبدالله عارف‌اوف د طا-لبانو د ریاست‌الوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره په کتنه کې ویلي چې، په ازبیکستان کې د افغانستان د نوي سفیر د رسمي کار د پيل لپاره مثبته پرېکړه کړې او دغه مسئله به ډېر ژر اعلان شي.

د اقتصادي ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت په یوې اعلامیه کې ویلي چې، عبدالله عارف‌اوف او ملا عبدالغني برادر او د دواړو لورو پلاوو، د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د اړیکو د پراختیا په هکله په بېلابېلو برخو کې په ځانګړې توګه د بېلابېلو اقتصادي او سوداګریزو پروژو د عملي کار پر پيل اخبرې اترې کړې دي.

د دغې اعلامیې پر بنسټ، عبدالله عارف‌اوف همدارنګه ویلي چې، له افغانستان سره زموږ سوداګریزې اړیکې د پراختیا په حال کې دي او موږ د دغو اړیکو د لا پراختیا غوښتونکي یو. ښاغلي عارف‌اوف د ازبیکستان د ولسمشر له خولې ویلي چې، د افغانستان له اوسني حکومت سره له تعامل پرته، موږ نه‌شو کولای چې، مثبتې پایلې ته ورسېږو.

ملاعبدالغني برادر د ازبیکستان د ولسمشر له مثبت او واقع‌بینانه دریځ څخه له مننې سره ویلي چې، افغان سوداګرو ته د ویزو د صادراتو په برخه کې د اسانتیاوو، رامنځته کېدل، د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په درشل کې مهم دی. 

بلخوا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې، د ازبیکستان لومړي وزیر عبدالله عارف‌اوف د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره په کتنه کې ویلي چې، هېواد یې له افغانستان سره د ډیپلوماټیکو اړیکو پراختیا ته لېوالی دی.

ورته‌مهال، د صنعت او سوداګرۍ وزارت هم په یوې اعلامیه کې ویلي چې، د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا په موخه پنځه هوکړه‌لیکونه لاس‌لیک شوي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د اعلامیې پر بنسټ، عبدالله عارف‌اوف د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د دوه اړخیزې  او سوداګریز نښلون غونډې د ګډون او همدارنګه د ازبیکستان د تولیداتو او محصولاتو د نندارتون د پرانیستو په پار کابل ته راغلی دی.

د ازبیکستان لومړي وزیر عبدالله‌ عارف‌اوف د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ (شنبې، د زمري په ۲۷مه) کابل ته راغی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا