اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

طا-لب چارواکي: د دوحې تړون مو عملي کړی

دید خبرې آژانس: طا-لب لوړپوړي چارواکي وايي، په تېرو درېیو کالو کې یې په افغانستان کې د دا/عش ډلې په ګډون د قدرت ټولې جزیرې له منځه وړې دي.

دغه طا-لب چاواکي وايي، هیڅ هېواد ته له افغانستانه ګواښ نه دی پېښ او د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي.

طا-لبانو د چهار شنبې په ورځ د (زمري ۲۴مه) په بګرام هوايي ډګر کې د زمري ۲۴مه د تېر حکومت د پرځېدو او خپلې بریا په اړه غونډه وربللې وه.

په دغه مراسمو کې د یادې ډلې د مشر ملا هبت الله پرته ډېرو نورو لوړپوړو چارواکو ګډون درلود.

د طا-لبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د خپلې وینا پر مهال ادعا وکړه، چې د زمري ۲۴مه د پنځو لسیزو جګړو د پای ته رسېدو ورځ ده.

نوموړي ادعا وکړه، چې افغانستان امن دی او په دغه هېواد کې یې د قدرت ټولې جزیرې له منخه وړې دي.

ښاغلی کبیر وايي:« د شخصیتونو سره د ارتباط کمېسیون له لارې ډېر کسان هېواد ته د راستنو شويو لویه برخه هغه پخواني چارواکي دي، چې پخوا یې په لوړو پوړیو کې دندې لرلې.»

هغه وايي:« موږ ټولو افغانانو ته بلنه ورکوو، چې راشي او خپل هېواد ته کار وکړي.»

همدارنګه نوموړی ادعا کوي، چې په تېرو درېیو کالو کې یې سیمه‌ییز مخالفتونه له منځه وړي دي.

نوموړی وايي:«په تېرو پنځو لسیزو کې د دوی لومړی حکومت دی، چې په ټول هېواد واکمن دی. فساد، نشه‌یي توکي او ملک الطوایفي یې له منځه وړې.»

مولوي کبیر وايي، د تېرو درېیو کالو په موده کې یې د بهرني سیاست له لاری له نړۍوالو او سیمه‌ییزو هېوادونو سره ښې اړیکې جوړې کړې دي.

نوموړی زیاتوي:« ګڼو هېوادونو کې مو سفارتونه خلاص کړي دي. رسمي کنفرانسونو ته ځو، نږدې ۴۰ هېوادونو کې سیاسي استازولۍ لرو او تمه لرو په ډېریو نورو هېوادونو کې هم خپلې استازولۍ پرانیزو.»

خو د نوموړي له خبرو داسې ښکاري، چې لا هم په یاده ډله کې مخالفتونه پراخ دي.

نوموړی وايي، طالب چارواکي دې خپلې دروازې د خلکو پر مخ خلاصې کړي.

همدرانګه نوموړی وايي، نړۍ ته د ښو اړیکو او تعامل پیغام ورکوي.

د طا-لبانو د ریاست الوزرا د سیاسي چارو مرستیال وايي، د تېرو درېیو کالو په موده کې یې د داعش ډله له منځه وړې ده.

خو دوه ورځې وړاندې د کابل په لویدیځه برخه کې د ملکي وګړو پر یوه موټر د برید مسوولیت د داعش ډلې پر غاړه اخیستی و.

همدارنګه د طا-لبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وايي، یاده ډله توانېدلي چې د تېرو درېیو کالو په موده کې ۴۰۰زره وفاداره منظم ځواکونه جوړ کړي.

نوموړی د امنیت ساتلو، مذهبي، قومي او سیمه‌ییزو تعصبونو او مخالفتونو پر له منځه وړلو ټینګار کوي.

همدارنګه نوموړی وايي، هر طا-لب باید له خپل مسوول کس څخه په کلکه اطاعت وکړي.

ښاغلی حنفي د سیمي له هېوادونو د ښو او اقتصادي اړیکو درلودلو غوښتنه کوي.

همدارنګه نوموړی د کوم هېواد له نوم څرګندولو پرته وايي، نه د کوم هېواد په کورنیو چارو کې مداخله کوو او نه دې هم زموږ په کورنیو چارو کې نور هېوادونه مداخلې ته زړه ښه کوي.

د ریاست الوزرا دغه دوه مرستیالان وايي، طا-لبان هڅه کوي چې د سیمې او نړۍ د قدرتونو رقابتونه او سیالۍ له افغانستانه بهر وساتي له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړو او هیله لرو ټول دې زموږ ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ته درناوی وکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا