اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

طا-لب پلاوی د ذبیح الله مجاهد په مشرۍ د دوحې په غونډه کې کډون کوي

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزرات ویاند وايي، د ملګرو ملتونو په مشرۍ د دوحې راتلونکې ناسته کې به د دې ډلې د مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد په مشرۍ پلاوی کډون وکړي.

عبدالقهار بلخي د پلاوي نور غړي نه دي ډاګیز کړي خو وايي، د طا-لبانو د مشرتابه له «هدایت» سره سم دا پلاوی ټاکل شوی دی.

د طا-لبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند په خپل اېکس کې لیکلي، چې د دوحې راتلونکې ناسته کې د ګډون په اړه د همغږۍ ناسته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په مشرۍ ترسره شوه.

دی زیاتوي په دې ناسته کې د طا-لبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد په کډون د دې ډلې په واک کې د افغانستان بانګ مرستیال نور احمد اغا، د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو پر خلاف د مبارزې معین عبدالحق همکار او د صعنت او سوداګرۍ وزارت سلاکارانو ګډون کړی و.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویاند د یادښت په پای کې لیکلي، چې په دغه ناسته کې ګډونوالو د دوحې ناسته کې د طا-لبانو د پلاوي پر غړو، د افغانستان پر مالي او بانکي نظام پر بندیزونو، د خصوصي سکتور د پرمختګ په لار کې د ننګونو او د مخدره موادو پرضد د طالبانو پر اقداماتو خبرې اترې وکړې.

تمه کېدله، چې د دوحې دریمه ناسته کې د طا-لبانو د پلاوي مشري د دې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په غاړه وي.

ټاکل شوې، چې د دوحې دریمه ناسته د افغانستان په چارو کې د هېوادونو د ځانګړو استازو په شتون کې تر راتلونکو څو ورځو جوړه شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا