طا-لبان: یوناما د کوکنارو د بدیل کښت اوږدمهالې پروژې پلې کړي
دید خبرې آژانس: طا-لبان وايي، د کندهار لپاره د دوی مرستیال والي محمد صادق انقلابي د افغانستان لپاره د یوناما سیاسي مرستیالې جورجیټ ګانیون سره ولیدل.
اتقلابي وايي دوی له نوموړې وغوښتل چې د کوکنارو د بدیل کښت اوږدمهالې پروژې پلې کړي.
ولایتي دفتر نن شنبې «د لیندۍ ۲۴مه» د یوې خبرپاڼې خپرولو سره ویلي چې د کوکنارو د بدیل کښت له پروژو باید ښه ګټه واخیستل سي.
د خبرپاڼې له مخې د کندهار ولایت مقام لپاره د طا-لبانو مرستیال والي ملامحمدصادق انقلابي په افغانستان کې د یوناما له سیاسي مرستیالې سره په لیدنه کې د چیک ډېمونو او سړ خونو جوړېدو، د سړکونو او لارو جوړېدو، د بې کاري د مخنیوي، د کار لپاره زمینه برابرولو او نورو موضوعاتو اړوند پروژو غوښتنې وکړې.
طا-لبانو د یوناما د سیاسي مرستیالې جورجیټ ګانیون په حواله لیکلي چې د سفر موخه یې د ملګرو ملتونو اړوند ادارو د روانو او ترسره شویو پروژو څخه نظارت او ارزونه وه او هم له سیمهییزو مسئولینو څخه د خلګو اساسي اړتیاوي اورېدل و، چې بیا د راتلونکي ۲۰۲۵م کال په پلانونو کې ځای ور کړي.»
نوموړې زیاته کړه؛« د ملګرو ملتونو د بېلابیلو ادارو په مټ به په راتلونکي ۲۰۲۵م کال کي د کوکنارو د بدیل معیشت پروژه په ښه توګه تطبیق شي.»
په کندهار کې د طا-لبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده ته نژدې کسان او د کندهار اوسني والي ملا شرین د یوناما له سیاسي مرستیال سره نه دي لیدلي.
تر دې دمه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ «یوناما» ددې لیدنې په اړه څه نه دي ویلي.
له دې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یا یوناما د طا-لبانو د وروستي فرمان په اړه ویلي و، چې د طا-لبانو له خوا په طبي انسټیټوتونو کې د افغان نجونو پر زدکړو د بنديز لګولو پرېکړه د افغانستان پر روغتيايي سيستم ناوړه اغېز کوي.
یوناما په یوه اعلاميه کې له طا-لبانو غوښتي و، چې طالبان دې پر دې پرېکړې له سره غور وکړي.
اوس دا څرګنده نه ده، چې ایا د یوناما د سیاسي مرستیالې په کندهار کې د طا-لبانو د مشر ملا هبت الله له نژدې کسانو سره په ناستو کې د طبي زده ګړو په اړه وروستي فرمان خبرې شوي دي او کنه؟