اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

طا-لبان په کندهار کې یو سیمه ییز خبریال نیولی دي

دید خبرې آژانس: د افغانستان د خبريالانو مرکز د سرچینو په حواله راپور ورکړ، په کندهار کې د یوې سیمه ییزې راډیو خبریال، محمد ابراهیم محتاج د شنبې په ورځ (د زمري په ۶ مه) د طا-لبانو لخوا نيول شوى دى.

ښاغلی محتاج د «ملت ژغ» سيمه ييزې راډيو خبریال دی.

که څه هم د طا-لبانو امنیتي ادارو ویلي چې دغه سړی یې نه دی نیولی، خو د افغانستان د خبريالانو مرکز د یوه ځايي خبریال په حواله ليکلي چې ښاغلی محتاج شنبه د مازديګر ٤بجې له خپل کاري دفتره کور ته پر لاره و چې د طا-لبانو امربالمعروف لخوا نیولی شوى دی.

د ښاغلي محتاج د برخلیک او د هغه د نیول کېدو د علت په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي.

محمد ابراهیم محتاج له څه باندې یوه کال راهیسې د ملت ژغ راډیو د خبریال او د خپرونو وړاندې کوونکي په توګه دنده ترسره کوله.

طا-لبانو هم د دغه خبریال د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان د خبريالانو مرکز د معلوماتو له مخې، دا په تېره يوه مياشت کې په کندهار کې د محمد يار مجروح په ګډون چې د چنګاښ په ٢٢مه د استخباراتو له خوا نيول شوى و؛ لږ تر لږه درېيم سيمه ييز خبريال دى چې نيول کېږي.

طا-لبانو په تېرو درېیو کلونو کې د رسنیو او خبریالانو پر کار سخت بندیزونه لګولي او لسګونه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي یې نیولي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا