اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

طا-لبان په کندهار کې: ښځينه روغتياپالانې دې له محرم پرته دندو ته نه ځي

دید خبرې آژانس: د کندهار له بيلابېلو روغتيايي مرکزونو څخه يو شمېر ښځينه روغتیاپالانو ويلي، چې د امربالمعروف کارکوونکو خبرداری ورکړی، چې له محرم پرته دې دندو ته نه ځي.

سرچينو ويلي، چې د طا-لبانو دغه ادارې د موضوع د تعقيب لپاره روغتيايي مرکزونو ته خپل کسان معرفي کړي دي.

له کندهاره ويلي، چې د طا-لبانو امربالمعروف محتسبان ټولو روغتيايي مرکزونو ته ورغلي او خبرداری يې ورکړی، چې له محرم پرته دي ښځينه کارکوونکو ته اجازه نه ورکوي.

د طا-لبانو محتسبان په تېرو دریو ورځو کېد کندهار ښار د شپږمې ناحيې میربازار، د دويمې ناحيې ښکارپور بازار او د نهمې ناحیې لوی ويالې په سېمو کې کلنیکونو ته ورغلي او خپل کارکوونکې يې هم ورپېژندلي څو د ښځينه کارکوونکو د تګ راتګ پر مهال د هغوی له محرم څخه پوښتنې وکړي.

روغتياپالانې وایي، ډېر وخت د کور مشران ورسره نه وي او طالبان د هغوی کوچني وروڼه هم د محرم په توګه نه مني.

د کندهار په کلینیکونو او روغتيايي مرکزونو کې ډېرو ښځينهواکسیناتورانو، روغتیاپالانو او نورو کارکوونکو ته یو شمېر روغتيايي موسسې معاشونه ورکوي.

ځينو روغتيايي کارکوونکو وویل: « د امربالمعروف کارکوونکو غوښتي، چې هره ښځينه کارکوونکې باید د کلینیک، روغتيا رياست او د دوی د ادارې خاص کارت ولري، چې کارکوونکې او محرم مشخصات پکې موجود وي، که دا نه کوي دندې دې پرېږدي.»

دغه ښځينه کارکوونکې د طا-لبانو له دې سخت چلنده شکایت کوي او غوښتنه کوي، چې د دوی کورنۍ ستونزې او مجبوريتونه دي په نظر کې ونيسي.

په کندهار کې د امربالمعروف رياست پرون خپلو کارکوونکو ته په يوه غونډه کې د خپل نوي قانون د تشریح پر مهال د دغه قانون پر پلیتابه ټینګار کړی و.

دې ادارې له ټولو خلکو غوښتي، چې د دوی اصولو او نوي قانون ته غاړه کېږدي.

دمګړۍ د کندهار په ښار او ګڼو ولسوالیو کې ښځینه روغتیایي کارکوونکې نه شته اوډېرې مېرمنې د زيږون لپاره د کندهار مرکزي روغتون ته وړل کیږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا