اسلایدشوافغانستانبرگزیدهبشری حقونهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

طا-لبان په کندز کې یوه نجلۍ د اجباري واده د نه منلو په تور زنداني کړه

دید خبرې آژانس: سرچینې په کندز ولایت کې وايي چې طا-لبانو په دغه ولایت کې یوه نجلۍ د اجباري واده د نه منلو په تور زنداني کړې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه نجلۍ چې “شايسته” نومېږي، نن د کندز ښار د ابتدايه محکمې د جنايي څانګې د رييس مولوي رحمت الله حنفي له خوا له خپل پلار سره د څلورو ورځو لپاره په بند محکومه شوې ده.

مولوي حنفي دغې نجلۍ او د هغې کورنۍ ته خبرداری ورکړی، چې که واده ته راضي نه شي، په زور به یې واده وکړي.

ویل کیږي چې د دغه نجلۍ پلار، نجلۍ له هغه چا سره نکاح کړې وه چې تر اوسه یې نه ده لیدلې او اوس له خپلې کوژدې سره په واده راضي نه ده. خو هلک نجلۍ او پلار یي د طا-لبانو په ملاتړ بندیان کړي دي.

په همدې حال د طا-لبانو له واکمنۍ وروسته په افغانستان کې د اختلافي ودونو د لغوه کېدو په اړه د زرګونو محکمو پرېکړې باطلې اعلان شوې دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا