Uncategorizedاسلایدشوافغانستانراپور

طا-لبان په کابل کې د بهرنیو دیپلوماتانو لپاره ځانګړی ښارګوټی جوړوي

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو تر ادارې لاندې د کور او ښار جوړونې وزارت اعلان کړی چې په کابل کې د مېشتو بهرنیو ډیپلوماټانو لپاره «ځانګړی ښارګوټی» جوړوي.

د طا-لبانو تر ادارې لاندې دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دې ډیپلوماټیک ښارګوټي د «توپوګرافیکي مطالعاتو» بهیر بشپړ شوی دی.

د دغه وزارت په وینا، یاد ښارګوټی به د کابل په دارالامان سیمه کې جوړه شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په کابل کې د مېشتو بهرنيو ډيپلوماټانو لپاره دغه ښارګوټی د طا-لبانو تر ادارې لاندې د بهرنيو چارو وزارت په غوښتنه جوړېږي.

د طا-لبانو په وینا، دا ښارګوټی په ۳۷۱.۵ جریبه ځمکه جوړېږي.

نیمګړې پروژې او د ښاریانو ستونزې

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد اوسېدونکي په ځانګړې توګه کابل ښاریان د طالبانو د درې کلنې واکمنۍ په موده کې د کور او ښار جوړونې وزارت او همدارنګه د کابل ښاروالۍ له لوري د پراختیایي پروژو د کاري بهیر پر سستوالي نیوکه کوي.

دغه ښاريان وايي، په کابل ښار کې د دغو ادارو د سړکونو د پراختيا او د سړک جوړولو ځينې پروژې له دوو کلونو راهيسې نه دي بشپړې شوي او دې مسئلې دوى له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.

له بلې خوا د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي وايي، سره له دې چې طالبانو د ښار د سړکونو د پراختیا په موخه له دوو کلونو راهیسې د دوی کورونه ویجاړ کړي؛ خو تر اوسه دغه سړکونه نه دي بشپړ شوي او د دې پروژو د کار په بهیر کې سستوالي په پلازمېنه کې ګڼه ګوڼه په بېسارې ډول زیاته کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button