Uncategorizedاسلایدشوافغانستانامنیت او حوادث

طا-لبان په پکتیکا ولایت کې ۲۵ مخابراتي سایټونه جوړوي

دید خبرې آژانس:د طا-لبانو سرپرست حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پکتیکا ولایت له یو شمېر قومي مشرانو سره په لیدنه کې ویلي، چې دغه وزارت به ډېر ژر د دغه ولایت په ګڼو سیمو کې ۲۵ مخابراتي سایټونه جوړ کړي.

د اسلامي امارت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه وزارت سرپرست مولوي نجیب الله حیات حقاني د پکتیکا ولایت له یو شمېر قومي مشرانو سره وکتل. او د مخابراتو په برخه کې یې د دوی پر ستونزو خبرې وکړې.

 حقاني وويل، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ETRA رياست په پام کې لري چې د پکتيکا ولايت په ډېرو سيمو کې 25 مخابراتي ځايونه جوړ کړي.

 د يادونې وړ ده، چې د افغانستان په لرو پرتو سيمو کې مخابراتي اسانتياوې نشته او خلک په دې برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button