اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

طا-لبان په غزنی کې د یوه پخوانی قوماندان ۱۵ کلن زوی نیولی او زنداني کړی دی

دید خبرې آژانس: په تېر جمهوري نظام کې د غزني د قره باغ ولسوالۍ پخواني امنیه قوماندان افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلی دی چې طا-لبانو یې یو ۱۵ کلن زوی نیولی او زنداني کړی دی.

رمضان ځیرک وايي، چې د عبدالعزیز په نوم د هغه کوچنی زوی تېره چهارشنبه له قره باغ ولسوالۍ څخه د طا-لبانو استخباراتو په رینجر کې وړی دی.

په تېر حکومت کې د غزني قره باغ ولسوالۍ قوماندان رمضان ځېرک په یوې ویډیو پېغام کې ویل، چې دا لومړی ځل نه دی چې طا-لبانو د هغه ۱۵ کلن زوي زنداني کوي؛ بلکې له دې وړاندې یې هم څو ځله بندي کړی او د قومي مشرانو په ضمانت راخوشې شوی دی.

دغه قوماندان همدراز وايي، چې طا-لبانو یې زوی په زندان کې سخت شکنجه کړی هم دی.

رمضان ځیرک زیاتوي، چې طا-لبانو یې زوی د دې لپاره نیولی چې د پلار وسلې او موټر ورته وښيي؛ خو دغه قوماندان وايي، چې له دوی سره هېڅ وسلې نه شته.

رمضان ځیرک وویل: « طا-لبانو په بند کې زما زوی ته ویلي، چې پلار دې باید راشي او تاسې د پلار موټر او وسلې مونږ ته وښيي.»

د پخواني نظام دا قوماندان چې د طا-لبانو د بیا ځلي واک ته رسېدو سره د دوی له وېرې له هېواد څخه وتلی وايي، چې د طا-لبانو عمومي عفوه جعلي ده او د دوی وسله وال عمومي بخښنه نه مني.

رمضان وايي؛ هغه یوازې د طا-لبانو پر ضد د خپلې دندې پر مهال سختې جګړې کړې دي او دغه ډلې تسلیم شوی نه دی، نو دوی اوس طا-لبان د هغه کوچنی زوي عبدالعزیز ځوروي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا