طا-لبان په دوو کلونو کې ۶۲ زره سوالګر راټول کړي دي
دید خبرې آژانس: د طا-لبانو تر واک لاندې باختر اژانس د دغې ډلې د رییس الوزرا اقتصادي معاونیت په حواله خبر ورکړی، چې د دغه معاونیت له خوا د جوړې شوې کمیټې په مرسته یې د کابل په ګډون له یو شمېر نورو ولایتونو څه باندې ۶۲ زره سوالګر راټول کړي.
د طا-لبانو د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له دفتره نن یکشنبه د (تلې ۲۹مه) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د کابل په ګډون یې له ځينو نورو ولایتونو څخه ۶۲ زره او ۱۹۳ سوالګر راټول کړي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې دغه سوالګر یې له کابل، ننګرهار، پکتیا، لغمان، پروان، هرات، خوست، نیمروز، فاریاب او سمنګان ولایتونو څخه راټول کړي دي.
خبرپاڼه کاږي چې د دغو څه د پاسه ۶۲ زرو سوالګرو له ډلې ۲۷ زره او ۷۱۵ تنه یې مستحق او ۳۱ زره او ۱۲۶ تنه حرفوي سوالګر او پاتې هغه یې بې سرپرسته ماشومان او په نشه روږدي کسان دي.
د طا-لبانو حکومت دا نه دي ويلي، چې له راټولو شویو سوالګرو سره د مرستې لپاره څه پروګرام لري.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د دغو سوالګرو تر ټولو لوی شمېر ۵۸۸۴۱ تنه په پلازمېنه کابل کې او تر ټول کم شمېر ۲۷ تنه په نیمروز کې ثبت شوی.
طا-لبانو د څه باندې ۶۲ زرو سوالګرو د راټولولو راپور داسې مهال ورکړی، چې دغې ډلې تر دې وړاندې په رسنیو کې د افغانستان د خلکو مالي وضعیت سم بللی او د نړۍوالو رسنیو او بشري سازمانونو هغه راپورونه یې ناسم بللي وو، چې په افغانستان کې یې د خلکو د فقر او بد افتصادي وضعیت په اړه ورکړي وو.
په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا ويلي و، چې د افغانستان ۴۸ سلنه وګړي د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او ۱۲.۴ سلنه یې د خوړو له خوندیتوب څخه بې برخې دي.
د خوړو نړۍوال پروګرام یا (ډبلیو اېف پي) هم په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې له ۲۷ میلیونو زیات وګړي په کافي اندازه خواړه نه لري.